نیویارک ټایمز: امریکا تېر کال ۲۰۰۰ سرتېري له افغانستان ایستلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې مشهورې ورځپاڼې «نیویارک ټایمز» او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال «سکاټ مېلر» منلې، چې امریکا تېر کال خپل ۲۰۰۰ سرتېري له افغانستان څخه ایستلي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل ننني راپور کې دامریکایي چارواکو له قوله لیکلي، چې یاد سرتېري پرته له دې چې له طالبانو سره کوم تړون وشي، له افغانستان څخه ایستل شوي او په دې سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۱۲۰۰۰ ته رارسېدلی.

یادې ورځپاڼې په خپل راپور کې د امریکايي او افغان امنیتي چارواکو له قوله دا هم لیکلي، چې ښايي په راتلونکې کې امریکا له افغانستان څخه نور سرتېري هم وباسي او د خپلو سرتېرو شمېر ۸ زره او ۶۰۰ تنو ته را ښکته کړي.

د راپور په بسټ، که امریکا له طالبانو سره هیڅ ډول پرېکړې ته ونه رسېږي، امریکا به بیا هم خپل ځواکونه له دې هیواد څخه وباسي.

له افغانستان څخه د ایستل شویو امریکايي ځواکونو خبر د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان «سکاټ مېلر» هم منلی.

په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمېر د کموالي راپورونه داسې مهال ورکول کېږي، چې دا مریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په بیا، بیا ټینګار کړی، چې بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي او عسکر به کورونو ته ستنوي.

د ټرمپ په قول، دوی نور نه غواړي په پردیو هیوادونو کې جګړې وکړي او د نړۍ د پولیسو دنده په مخ بوزي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په دی اړه زما د سیاسی څیړنو له مخی ارزونی : لمړی: کم و زیات یو کال دمخه همدی بی ثباته ټرمپ اعلان وکړو چه د خپلو عسکرو شمیر یی له ۱۴ زرو ۸ زرو ته راشکته کړی مګر وروسته وویل شو چه د عسکرو شمیر تغیر نه دی کړی یعنی ترمپ او د ترمپ اداری ښکرور دروغ ویلی وو. دوهم: اوس یی په بټه دوه زره عسکر ویستلی غلامه اداره هم خبره نه ده چه څوک یی په کورو وځی او راوځی وایی دریم: د عسکرو شمیر به یی یوځل بیا ۸ زرو ته راشکته شی، زیات دروع لیونیان… نور لوستل »