ثبات او همپالنه ټیم: امنیتي ځواکونو د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو د ثبت پر مرکز برید کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل):د اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټیم مسئولین وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو د ثبت پر مرکز برید کړی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټکټ د کمپاین مسئول «علي احمد عثماني» وایي « تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ټاکنو د کمېسیون د دیجتل معلوماتو د ثبت پر مرکز برید کړی، چې موږ یې د کمېسیون په حیثیت او د افغانستان په خلګو حمله ګڼو».

نوموړي زیاته کړه « زموږ د ټیم استازو د تېرې شپې د پېښې په تړاو د خپلو سترګو لیدلی حال د کمېسیون له رهبري سره شریک کړی او د هغوی د جواب په تمه دي، له ټاکنو کمېسیون غواړو چې د پېښې ټول اړخونه روښانه کړي او په دې توګه وپوهېږو چې چا حمله کړې وه؟ په کوم هدف یې کړې وه؟ او ایا خپل هدف ته رسېدلي که نه؟».

د عثماني په خبره، تر هغه مهاله چې پورته پوښتنې یې جواب شوې نه وي؛ د رایې شمېرني بهیر د بیا پیل اجازه نه ورکوو.

بل لور ته د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت بیا د ټاکنو کمېسیون په دیجیتالي مرکز باندې د ځانګړو ځواکونو برید ردوي او شوې ادعا بې اساسه بولي.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو د ثبت په مرکز د برید خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې دوې ورځې وړاندې هم د ټاکنو کمېسیون په یوه کمشنر «مولانا عبدالله» باندې د برید هڅه وشوه؛ خو برید کوونکی د عسکرو له لوري ونیول شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د