طالبان: کندز کې مو ۲ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل):طالبان وایي، په کندز ولایت کې یې د امریکايي او دولتي عسکرو په قطار باندې بریدونه کړي او ګڼو ګډو ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «نن سهار دکندزامام صاحب ولسوالۍ تاشګذر، اسماعیل قشلاق او ملا افغان سیمو کې د امریکایي او غلام دښمن په عملیاتي قطار چاودنې او بریدونه وشول. ۴ ټانګونه ویجاړ، ګڼ شمیر اشغالګر اوکورني عسکرمړه او ټپیان شول.»

مجاهد وړاندې لیکي « ۲نور امریکایي عسکر د نښه ویشتونکو مجاهدینو په بریدونو کې ووژل شول.»

یاده دې وي، چې تر دې دمه نه حکومتي سرچینو او نه هم په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو په دې تړاو څه ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اشغلګرو ( نظم نوین جهانی ) استعمار [ چه له حریصو استثمارګرو متشکل ده] نه د خپلو غریبو ااو نه د غلامی اداری د غریبو عسکرو د مرګ څه پروا لری. یونیفورم ورکوی، مرمی او جنګی وسایل ورکوی چه مظلوم بشریت ورباندی ووژنی او ااستثمار کړی د تشناب د کاغذ په شان یی یی له کارولو وروسته تشنابو کی فلش یا خکندازو کی غورځوی. د نورو عسکرو د مورال د رالویدو او مجاهدینو د مورال د لوړیدو له امله یی هم یادونه نه کوی او یا یی کمه یادونه کوی او هغه هم به خبل وخت نه. دا جنګ… نور لوستل »