خلیلزاد د افغان سولې په موخه يو ځل بيا د روسيې، چين او اروپا په سفر وتلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له نږدې دوو مياشتو وروسته يو ځل بيا افغانستان کې د امریکايي جګړې د پای ته رسولو او سولې په موخه د روسيې، چين او اروپايي هېوادونو په سفر وتلی دی.

زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د امریکا خاص استازی او مشر مرکچي دی، له طالبانو سره يې د نهه پړاوه خبرو په پایله کې د هوکړې مسوده تياره کړې وه، چې د تېر سپتمبر مياشت په اتمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناببره پرېکړه کې د خلیلزاد په هڅو اوبه واړولې او له طالبانو سره يې د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې.

ښاغلي خلیلزاد له نږدې دوو مياشتو وروسته يو ځل بيا هڅه پيل کړې، چې د افغانستان جګړه له سوله ييزې لارې حل کړي او په دې موخه يې تېره يکشنبه سفر پيل کړی دی.

د امریکا له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې خلیلزاد تېره ورځ يکشنبه د بلجيم، فرانسې، روسيې او چين په سفر وتلی دی.

اعلاميه زياتوي، چې خلیلزاد به له بلجيم او فرانسې وروسته د روسيې په پلازمېنې مسکو کې له خپل روسيې او چينايي سيالانو سره هم د افغانستان سولې خبرو بيا پيلېدو او د جګړې په پای ته رسولو خبرې وکړي.

د ناټو سرمنشي یس سټولټنبرګ په خپل ټويټرپيغام کې ويلي، نن دوشنبه يې له زلمي خلیلزاد سره د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې کړي او امريکايي استازي د سولې خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

سټولټنبرګ وايي، ناټو په افغانستان کې د سولې راوستو ته ژمنه ده او د سولې لپاره به د زمينې جوړولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې سولې ته د رسېدو او د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په موخه سفرونه پيل کړي، چې تېره ورځ د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر او ورپسې د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د دوو جلا جلا پلاوو په مشرۍ په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلي دي.

مارک ايسپر ويلي، امریکا اوس هم د سولې تړون ته ژمنه ده او غواړي، له طالبانو سره د سولې تړون په پایله کې له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو شمېر کم کړي.

د امریکا دفاع وزير زياته کړې، په افغانستان کې څوارلس زره امریکايي عسکر پراته دي او له طالبانو سره د هوکړې په نتيجه به کې د دغو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شي.

خو طالبان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د ټولو امریکايي پوځيانو او قرادارديانو وتل اړين دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکا هماغسې چه نظامی ډګر کی ماته شوی سیاسی ډګر کی هم د شرمیدلو ماتو سره مخ شوه نړیوال خو پریږده د خپلو خلکو سره هم له شرمه مخ نه لری ورته وایی چه روغه مو نه کوله نو د خبرو د پاره ننواتی ولی کولی بیا که روغه جوړه کی توافقاتو له کولو وروسته د خبرو لغوه کول دا معنی چه تاسی ماشومان یا لیونیان یاست طالبان به مو بیا ننواتی کله ومنی او د سوپر پاوری دعوی به څرنګه کوی چه د یو ګروپ طالبانو په مقابل کی په خبلو ژمنو وفا نه شی کولای