روغتیا

له وخت وړاندې د ویښتو سپینوالی د خطرناکې ناروغۍ نښه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): په اوسنې دور کې د ویښتو سپینوالی یوه عامه خبره ګرځېدلې، نارینه او ښځينه دواړه له دغو ستونزو کړیږي، خو د ویښتو سپینوالی د زړښت نښه ګڼل کیږي.

پوهان وایي چې له وخت وړاندې د ویښتو سپینوالی د زړه ناروغۍ ته اشاره ده.

د مصر په قاهره پوهنتون کې څيړونکو په ۵۴۵ کسانو د څیړنې پرمهال موندلې چې د ويښتو سپينوالي او زړه ناروغۍ ترمنځ اړیکه شتون لري.

له ازموینې وروسته پوهانو موندلې، د هغو کسانو چې په کومه اندازه ويښتان سپين دي په هماغه اندازه یې د زړه ناروغي هم زیاته ده.

پوهانو ځوانانو ته خبرداری ورکړی چې له وخت وړاندې د ویښتو بې اندازې زیات سپينېدو پرمهال دې د پوه ډاکټر څخه درملنه وکړي، په خپل خوارکي رژیم کې دې بدلون راولي او تمرین دې پېل کړي.

په عام ډول ځوانانو کې د ویښتو سپینېدل بدن کې د ځينې غذایي رژیم کمښت نښه ده، ویل کیږي چې بدن کې د ویټامن ډي کمښت د ویښتانو د سپینېدو لامل کیږي ځکه چې دا ویټامن په وینه کې د سرو کورویاتو په جوړولو کې مرسته کوي، ډي این ای جوړوي او عصبي سیستم سالم ساتي.

همدا راز په ویښتانو کې سپینوالی بدن کې د ویټامن بي ۱۲ کمښت نښه هم ګڼل کیږي، که چیرې د ویښتانو سپينېدو سربېره زیاتره وخت په سر درد وي، د خوراک اشتها نه وي او یا هر وخت د ستړیا احساس کیږي نو دا د ويټامن بي ۱۲ کمښت نښه ده.

د وینې کمښت، ذهني ناروغي او هر وخت دردونه هم د ویټامن بي ۱۲ کمښت نښه ده، ددې سربېره د ويټامن بي ۶، ويټامن ډي او یا د ویټامن ای کمښت هم د ویښتانو سپينېدو لامل ګرځي.

په عام ډول له ۳۰ کلنۍ پورته هره لسیزه کې په ویښتانو سپينېدلو کې له ۱۰ تر ۲۰ سلنو زیاتوالی راځي، مګر په نورو لاملونو کې د بېلا بېلو هارمونونو، د کیمیاوي موادو استعمال او ککړه هوا هم شامل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x