افغانستان

امریکا له افغانستان څخه د عسکرو د بیړني ایستلو پلان جوړ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې خبر ورکوي، چې ددې هیواد دفاع وزارت له افغانستان څخه په بیړني ډول د عسکرو  ایستلو پلان جوړ کړی.

د «این بي سي» نیوز له لوري په همدې تړاو خپاره شوي مطلب کې راغلي، چې د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت داسې پلان جوړ کړی، چې له مخې یې په بیړني ډول په افغانستان کې مېشت عسکر ایستل کېدای شي.

ورځپاڼه د پنټاګان د یو شمېر چارواکو له قوله لیکلي، چې که ټرمپ په احتمالي ډول د عسکرو را ایستلو امر وکړي او دوی ته یوازې څو هفتې وخت ورکړي، ددې پلان له مخې په بیړني ډول عسکر ایستل کېدای شي.

پنتاګان داسې مهال له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو بېړنی پلان جوړوي، چې د امریکا ولسمشر په دې وروستیو کې په بیا، بیا له افغانستان څخه د عسکرو د را ایستلو اراده څرګنده کړې او د افغانستان جګړه یې یوه بې ګټې جګړه بللې.

په ورته وخت کې امریکایي چارواکي خبر ورکوي، چې له افغانستان څخه یې په تېر یوه کال کې ۲ زره سرتېري په نا اعلان شوي ډول ایستلي او نیت لري په افغانستان کې د عسکرو شمېر ۸ زره او ۶ سوه تنو ته ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
دا جنګ د امریکایانو په وتلو پوری کومه اړه نه لری.امریکایان اوس هم په امن کی دی.ځکه چه طالیب او داعش د امریکا اډه ته د ورتلو جرات نه شی کولای،
طالیب او دا عش داسی ځای کی قتل عام کوی چه د امریکا او ناټو هیڅ نه وی.
لکه هسکی مینه جومات چودنه.
چاړاهی قمبر ځانمرګی
مولوی ریحان جومات کی قتل عام.هغه واده کی ځانمرګی. دا بریدونه نه معلومیږی چه دا افغان وژنه یوه پروژه ده چه طالیب،داعش ،امریکا یی په ګډه سره په مخ وړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x