
ناټو: افغانستان کې د سولې هر ډول هوکړې ملاتړ کوو
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ ناوخته د بلجيم پلازمېن بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره د افغانستان جګړې په ختمولو او د سولې په اړه غږېدلی دی.
سټولټنبرګ زلمي خلیلزاد ته ويلي، ناټو په افغانستان کې د سولې د هر ډول هوکړې ملاتړ کوي.
د ناټو سرمنشي په خپل ټويټرپيغام کې هم ويلي، ناټو او ټول شريکان يې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په موخه د سولې د هر ډول هوکړې ملاتړ کوي.
زلمي خلیلزاد له نږدې دوو مياشتو ځنډو وروسته وړمه ورځ يکشنبه يو ځل بيا د سولې خبرو لپاره د اروپا، چين او روسيې په سفر وتلی دی.
نوموړی تر اوسه بروکسل کې د ناټو له استازو سره په خبرو بوخت دی، تر دې وروسته به فرانسې، چين او روسيې ته هم سفرونه وکړي.
د امریکا له بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې خلیلزاد د يکشنبې په ورځ د بلجيم، فرانسې، روسيې او چين په سفر وتلی دی.
اعلاميه زياتوي، چې خلیلزاد به له بلجيم او فرانسې وروسته د روسيې په پلازمېنې مسکو کې له خپل روسيې او چينايي سيالانو سره هم د افغانستان سولې خبرو بيا پيلېدو او د جګړې په پای ته رسولو خبرې وکړي.
خلیلزاد يو ځل بيا په داسې حال کې سولې ته د رسېدو او د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په موخه سفرونه پيل کړي، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر او ورپسې د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي د دوو جلا جلا پلاوو په مشرۍ په نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلي وو.
مارک ايسپر ويلي، امریکا اوس هم د سولې تړون ته ژمنه ده او غواړي، له طالبانو سره د سولې تړون په پایله کې له افغانستانه د خپلو زرګونو عسکرو شمېر کم کړي.
تېره ورځ هم نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو ويلي و، چې امریکا خپل دوه زره عسکر په پټه له افغانستانه ايستلي دي.
د امریکا دفاع وزير زياته کړې، په افغانستان کې څوارلس زره امریکايي عسکر پراته دي او له طالبانو سره د هوکړې په نتيجه به کې د دغو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته راښکته شي.
خو طالبان ټينګار کوي، چې د سولې لپاره د ټولو امریکايي پوځيانو او قرادارديانو وتل اړين دي.
تریوکال زیاتوخبرونتجه صفر سوه آیادکفارپرخبروباورسته که طالبان زمادامنی پرهغه تړون دی ټینګاروکی چه کړۍ یی دۍ نوردی خپروته نه حاضریږی
د اسلامې امارت دریځ روښانه ده،او هغه دا چې د یرغلګرو ټولی قواوي وتل.او ان شاءالله وروستی دریځ به يې هم لکه لومړی دریځ وي،چې یقین په ضروری ده شک او شبه پکی ځای نلرې.
هره پريکړه چی امريکا يی د طالبانو سره وکړی تاسی اروپايان مجبوره ياست چی ويی منی او بيله امريکی څه کولای هم نشی ، خو دا پياد ولری چی زمونږ مجاهد علماء کرام نشی تير ايستلای .