شعـــــرونه

غزل؛ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

په ماشومتوب کې تر ځوانۍ نه هم شتمن ومه زه
د افسانو پر ښاپېرۍ باندې مین ومه زه

د جینکو د بنګړو ماتې ټوټې ما را ټولولې په خوند
غمی غمی څه وي یمن یمن یمن ومه زه

د شپې له ستورو له سپوږمۍ سره په لوبو مشغول
د ډوبېدونکي لمر غروب د غره لمن ومه زه

امن او سوله وه د جنګ دوزخ مې نه پېژندو
له اخترونو ډک جنت جنت وطن ومه زه

یو جنتي خوب و کاروانه کاش چې نه وای را ویښ
اخ د نغمو په زرغون سیند کې لمبوزن ومه زه

۲۱ میزان ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx