د حماس جهادي غورځنګ رهبري غړی دوکتور سامي ابو زهري

حماس: د سعودي په زندانونو کې لسګونه فلسطينيان تر سختو شکنجو لاندې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): فلسطين کې د حماس جهادي غورځنګ يوه مشر «سامي ابو زهري» ويلي، د سعودي عربستان په زندانونو کې د حماس رهبري غړو سربېره ګڼ شمېر فلسطينيان د بهرنيو اجيرانو پر لاسونو تر سختو شکنجو لاندې دي.

ابو زهري د فلسطين «شهاب نيوز» سره په خبرو کې وويل: «په ډېر تاسف سره بايد ووايم، چې سعودي کې له بنديانو سره ډېر بد چلند روان دی، بهرني مستنطقين او اجيران يې تر سختو شکنجو لاندې نيسي او ځينې تر مرګه رسولي دي.»

نوموړی زياتوي، سعودي حکومت په دې وروستيو کې شپېته فلسطينيان هم نيولي او دا کار له سعودي سره مناسب نه دی.

د سامي ابو زهري په وينا په دغو بنديانو کې د حماس رهبري غړي د پوهنتون استاد شيخ محمد صالح الخضري په ګډون يو شمېر نور غړي هم شامل دي.

حماس جهادي غورځنګ ويلي، چې محمد صالح الخضري له تېرو څو مياشتو راهيسې په سعودي کې بندي دی، تر اوسه يې دوی د نيولو په لامل هم نه دي پوه شوي او نه هم سعودي چارواکي په دې اړه حماس ته ځواب وايي.

سامي ابو زهري زياتوي، په دغو شپېتو فلسطينيانو کې يې ځينې د حماس جهادي غورځنګ غړي دي، ځينې له تېرو درې لسيزو راهيسې په سعودي کې مېشت دي او د دغه هېواد په ابادۍ کې يې ډېر رغنده رول ادا کړی دی.

هغه وايي، حماس ډېره هڅه کړې، چې سعودي چارواکو سره اړيکه ونيسي، خو تر اوسه يې کومه ګټه نه ده کړې او تر څو، چې دغه کسان له زندانه نه وي خوشې شوي، حماس او ټول فلسطينيان به په اندېښو کې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د