
د وزن کمولو لپاره سهار په نهاره ورزش وکړئ!
نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): د وزن کمولو لپاره بېلا بېلې لارې په کار اچول کیږي، چې مختلف ډوله تمرینونه، د خوراک کمول، داسې خواړه استعمالول چې په مرسته یې وزن کمیږي او ځینې درمل یې یو له مهمو لارو دي.
د ورزش لپاره وګړي له بېلا بېلو وختونو ګټه پورته کوي، سهار له سباناري وړاندې، د مازیګر، د شپې ناوخته او داسې نور، خو اوس پوهانو د حقیقي وزن کمولو لپاره د تمرین اصلي وخت په ډاګه کړی دی.
د برمنګهم او برتانیا پوهنتونو په ګډه څیړنه کې ویل شوي چې د وزن کمولو یا په سمه توګه د بدن اضافي غوړ له منځه وړلو په موخه تمرین لپاره تر ټولو غوره او ګټور وخت سهار په نهاره یا له سبا ناري وړاندې دی.
په څیړنه کې ۳۰ داسې وګړي شامل شوي چې اضافي چاغوالی یې درلود، نیمو کسانو د ۷ اوونیو لپاره سهار په نهاره تمرینونه ترسره کړل، خو نیمو نورو یې له سبا ناري وروسته تمرین ترسره کړ.
د څيړنو پایلو څخه په ډاګه شوه، هغه کسان چې له سبا ناري وړاندې یې تمرین ترسره کړی د هغو په پرتله چې وروسته یې ترسره کړی په لوړه کچه غوړ کم کړي دي.
د څیړنې مشر ډاکټر خابیز ګونزالیس ویلي، په عام ډول ورزش تر هغې پر وزن کمولو زیات اغیز نه کوي چې ددې سم وخت ته پام ونکړل شي، ددې لپاره سهار په نهاره تر ټولو غوره وخت دی، او په دې سره بدن ته د انسولین ګټه زیاته رسیږي.
پوهان ددې پوښتنې چې ولې سهار په نهاره ورش ګټه کوي، په ځواب کې وایي، چې د شپې لخوا تشه خیټه پاتې کېدل او بیا سهار په نهاره د ورزش لپاره پورته کېدو پرمهال بدن د اضافي انرژي ترلاسه کولو لپاره د بدن اضافي غوړ څخه کار اخلي، پایله دا شي چې د بدن څخه اضافي غوړ له منځه ولاړ شي.
ددغې څيړنې له مخې پوهانو زیات معلومات نه دي په ډاګه کړي خو ویل کیږي چې د سهار په نهاره او له سهار وروسته ورزش زیات توپير لري، او په دې سره د انسان پر روغتیا ښکاره اغیز غورځول کیږي.