قيامت «لنډه کيسه»

سعید جواد

سهار چای مې وڅښه،او خپل پټي ته لاړم،سږ کال مو زیاته ترکاري کرلې وه ،او سخت واښه پکې را شنه شوي ول،نن دجمې
ورځ وه کشر ورور مې پېر مامد هم له پوهنتونه په رخصتۍ راغلی وو.

شیبه پس پیر مامد هم رمبی په لاس پټي ته راغی،ورور مې ډېر خواري کښ وه،دایې وروستی سیمیستر وه دطب له پوهنځي فارغیده،کله به چې کور ته په رخصتۍ راغی،نو دکروندې په کارونو کې به یې له ماسره مرسته کوله،دا چې نن دجمې ورځ وه او ورور مې هم راسره دکروندې په کار کې مرسته کوله نو ما دا ښه موقع وبلله ترڅو ډیر کار وشي،دماسپښین تر ناوخته مو کار وکړ،او کله چې مو دکلي په مسجد کې دجمعې دلمانځه لپاره اذان وشو نو،ورور مې راته وویل:لالا زه مې کالي بدلوم چې هغه راته بیا کور کې ومینځي،ځکه سبا بیا پوهنتون ته ځم تر څو مې کالي ښه وچ شي.

ما ورته وویل:سمه ده ته ولاړشه زه به دا لږ ځای خلاص کړم بیا به له همدې ځایه مسجد ته ولاړ شم.

هغه ولاړ!او زه لاهم په پټي کې لګیا وم،دمسجدملا امام مو داځل په خپل منځي اتفاق غږیده او دایتونه یې تلاوت کول:واعتصمو بحبل الله جمیعا ولاتفرقو،وذکرو نعمت الله علیکم اذکنتم اعدا فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا.
شیبه پس مې ولیدل چې ورور مې هم داختر حاجي په کروندو کې دمسجد په لور روان دی.

ما هم کار تقریبا خلاص کړی وه،یوه امریکایي ډرون الوتکه راغله زما له سره تېره شوه او یوه دوره یې ووهله،له مودو پس چې زموږ په کلي کې ارامي راغلې وه دا لومړی ځل وه چې الوتکه مې په خپل کلي کې ولیده،په هر حال!له کروندې راووتم،په روانو سپینو اوبو کې مې اودس وکړ او دمسجد په لور روان شوم.

زه لا په لاره کې وم چې په مسجد کې ملاصیب په لمانځه ودرید،ملاصیب ،اهدناالصراط المستقیم ته ورسید،ماهم په چټکۍ ګامونه اخیستل ترڅو امام په لومړي رکعت کې راونیسم،چې یوځل مې دمسجد په سر یوه سره لمبه چې تور لوګي ورسره مله ول ،ولیده،غوږونه مې راباندې درانده شول،په کوم اواز پوه نه شوم،خو دمسجد لرګي مې ولیدل چې پورته په هوا کې الوتل،او ددې سره همهاله دمسجد ټوله وداني راوغورځیده!

اسمان ټول خړو ګردونو ونیوه!سترګومې تور وخوړ اوله پولې لاندې پټي ته وغورزیدم،یوځل بیا راپورته شوم،ګورم چې له کورنو څخه تور سرې،او ماشومان رامنډې وهي،څوک دشنو فصلونو په منځ کې رامنډې وهي،او څوک په پولو،دچا خپې لوڅې دي،او دچا په سر بیا ټیکری نشته،دټولو په مخونو ویره اوډار له ورایه معلومیده،او ټول دړنګ جومات په طرف رهي وو،خپله تور سرې مور مې هم ولیده چې په ډیر تکلیف امساء په لاس دمسجد په لور راروانه وه،حواسو مې کار پیل کړ!پاڅېدم! او په منډو مې پیل وکړ دمسجد په لور رهي شوم.

مسجد ته چې ورسیدم،دکلي دمهربان مشر ګلاب جان اکا سر مې دهغه ویالې په غاړه پروت ولیده چې دکلي خلکو به دلمانځه لپاره پکې اودسونه کول،سپینه ږیره یې په وینو لړلې وه،له خولې مې لویه کریغه ووته،دچپلکو ویستلو ځای ته راغلم هلته هم نیم سوځیدلي،او په وینو سره جسدونه پراته ول،دکلي دملا صیب بوټان مې ولیدل چې له وینو ډک ول،دمسجد په نیمه ولاړ ودیوالونو دوینو تازه نښې ښکاریدې،زړه مې درز وکړ،دمسجد په غولې کې دقران کریم نیمه سوځېدلې پاڼې پرتې وې،بل ځای دقران کریم دټوټې سپین پوښ په وینو رنګ پروت وه،له دې سره دکلي تور سرې هم مسجد ته راورسېدې،دغه ننداره یې چې ولیده ټولوپه ژړا پیل وکړ،او اسمان لړزونکې چېغې یې وهلې ته وا سم دم قیامت راغلی دی.

ټول له یو بل نه ناخبره ول،د کلي هغه تورسرې چې چا یې دپړوني پیڅکه نه وه لیدلې، نن ټولې لوڅ سر ولاړې وې،په ټول کلي کې له ماپرته بل نارینه نه ترسترګوکیده،ځکه ټول دجمعې دلمانځه لپاره همدې مسجد ته راغلي ول،دمسجد دړنګو دیوالونو خوا ته ورغلم،ددروازې ترڅنګ مې دلونګۍ پیڅکه ولیده ماته دروازه مې یوې خواته کړه او ددیوال یوه برخه چې دلونګۍ په یو اړخ پرته وه هغه مې لرې کړه،لاندې یې انسان پروت وه،راکش مې کړ،مخ او سپینه ږیره يې په خاورو او وینو ککړ وه،ښه ورته زیر شوم،دکلي یوازینی دجرګو سړی حاجي طوطي شاه وه،سترګو مې تور وخوړ،خو ځان مې کابو کړ ،د حاجي طوطي شاه نیم بدن مې دمسجد هغې برخې ته یوړ چې په ژمي کې به کلیوال پکې پیتاوي ته کيناستل،بیرته په منډو راوګرځیدم دخپل یوازیني ورور پیر مامد اندیښنه راسره وه،له ورانو کنډوالو راتیر شوم، دمسجد شمالي اړخ مخ په ځوړه وه،زه هم داځل له همدې لارې راغلم،او داځل مې داسې څه ولیدل چې په ټول ژوند کې يې ما تصور هم نه وه کړی،دمسجد نه دوینو ویاله راروانه وه،او وینې به لږ وړاندې هغه لښتي ته بهیدې چې خلکو به ترې خپلې کروندې اوبه کولې،دویالې رڼې اوبه هم تکې سرې اوښتې وې،ټوپ مې واچوه او دمسجد په ړنګ دیوال واوښتم،همدا چې پښه مې کېښوده نو یو نرم شی مې حس کړ،لاندې چې مې پام وکړ،دیو ماشوم لاس وه،لا یې همغه ډول ډوډۍ په لاس کې کلکه نیولې وه،زموږ دکلیوالو دا عادت وه چې خپل نارینه ماشومان به یې مسجد ته ځان سره راوستل،ترڅو دلمانځه سره عادت شي،په ماشوم باندې دخاورو ډیرۍ امبار وه،په ډیر تکلیف مې ترې راوویست،ورسره څنګ کې یوبل جسد هم پروت وه،دمسجد دبام یو تیر هم په وینو سور وه.

په دې وخت کې دکلي زنانه هم راغلې او په ګډه مو کار پیل کړ،دمسجد دمات تیر ترڅنګ مې دخپل کلي دیوازیني ډاکټر جسد ولید،ډاکټر نښتر چې ټول عمر یې په اخلاص دکلیوالو خدمت کړی وو،او دهغوۍ وینې يې پاکې کړې وې،اوس خپله په وینو کې لت پت وه،دمسجد دمحراب په لور ورغلم دکلي یوازینی دیني عالم چې زموږ کلیوال یې له تیارو درڼا په لور راویستلي ول،په داسې حال کې په ځمکه پروت دی چې نه یې لاسونه شته او نه پښې،سترګې يې بهر ته راوتلې وې،ملاسیب مو هم راوویست.

یوه ښځې دمسجد دماتې کړکۍ ترڅنګ دیوسړي سر په خپله غیږ کې ایښی وه،چې ورغلم دکلي مهربان ښونکی معلم لواړګی وه،هغه چې زموږ بچیان یې دتعلیم په ګاڼه سمبال کړي ول،هغه په حق رسیدلی وه،اه کاش چې زړه مې پړق چاودلی وای،دخیرو اکا هغه پنځلس کلن ځوی هم په شهادت رسیدلی وه چې یوه اونۍ مخکې یې ورته واده کړی وه،مور اوناوې يې سور پالنګ ته له سهاره تر ماښامه اوښکې تویوي،دمور یې خوبیخي زړه سوری دی،ځکه په یوه ورځ يې درې ځامن له لاسه ورکړي وو،دمسجد محراب سره په څنګ کې چې کومه کړکۍ وه هغه هم سوځیدلې وه خواته ورنېږدې شوم ،ورسره څنګ کې مې داناتومۍ کتاب ولید،پرې لیکلي ول،پیرمامد شینواری،دطب پوهنځي محصل،سترګو مې تور وخوړ ،دورور جسدمې له خاورو اوتیږو لاندې وه راومې ویست ستونی مې وچ شوی وه،لاړې مې هم ډير په تکلیف تېرولې، مور مې چې لاله پخواپه ژړا سر وه،دخپل ځوان ځوی په لیدو،په ځمکه راوغورځیده، په دې وخت کې دبر کلي خلک هم دجمعې له لمانځه وزګار شوي ول،ټول راغلل شهیدان ،اوټپیان مو دړنګو دیوالونو له بیخه راوویستل زموږ دکلي ټول خلک دلمانځه لپاره همدلته راغلي ول،دډیرو کلیوالو جسدونه مو ورک ول،دړنګ جومات په خړو خاورو کې مو لټون پیل کړ،ټوټه غوښې مو راټولې کړې،پته نه لګیده چې دچا به وي،دځونډي ګل اکا په لویه دیره کې مو ټول کېښودل.

له نورو سیمو هم خلک راورسیدل،زموږ دوه اویا کلیوال شهیدان شوي ول،خلکو دوه اویا قبرونه وویستل او په یوه ورځ مو دوه اویا جنازې خاورو ته وسپارلې په دوۍ کې یې دډیرو جسدونه ول،بس تشې غوښې مو قبرونو ته ورښکته کړې،نوره دا مالومه نشوه چې دفلانکي قبر چیرته دی، یو شمیر ټپي کلیوال چې خلکو دجلااباد صحت عامې ته بیولي وه،زه یې هم پوښتنې ته ورغلم،دروداتو په دوسرکه کې له موټره پلی شوم،او دجلال اباد دښارموټر ته پورته شوم،موټروان سم دستي راډیو چالانه کړه،په هره رسنۍ چې ستنه دروي داسې مسته موسیقي غږوي چې ته وا نن افغانستان نن ورځ له انګریزانو دخپلواکۍ ورځ جشن لمانځي،څوک بیخي په کیسه کې هم نه ول،چې نن ورځ زما دهیواد په ختیځ دوه اویا چرګان مړه دي که انسانان،په زړه مې ددرد غبرګې چاودنې وشوې،او بیا مې پسې موټروان باندې خپل زړه تش کړ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

جواد صاحب الله ج دی اجرونه درکړی چه د هغه ځای د شهیدانو به اړه وحشت دی په ښو ټکو کی نغښتی هیوادوالو ته راټول کړی او لیکلی ډیر می ورته وژړل له یوی خوا ډیر لیری او له بلی خوا مو عمر خوړلی او نازړه انسان یم یو عذر می هم د منلو وړ نه دی بس الله ج دی مونږ ته د دغه وحشت سره د مقابلی د پاره وړتیا، پیاوړتیا او زړورتیا راکړی

الله ج دی د دجال لهجګړو او فتنو امن راکړی او مونږ ته دی وړتیا او پیاوړتیا راکړی چه په ضد یی مقاومت وکړی شو