ډيلي ټايمز: پاکستان هم د افغانستان سولې په اړه د مسکو په ناسته کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): پاکستان هم د افغانستان سولې په اړه د مسکو په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.

د پاکستان ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو د بيا پيليدو په اړه کېدونکې ناسته کې پاکستاني چارواکي هم ګډون کوي.

د ډيلي ټايمز په وينا چين او روسيه هڅه کوي، د سولې درېدلې خبرې يو ځل بيا پيل شي او همدارنګه د افغانانو ترمنځ خبرو ته هم زمينه برابره شي.

ورځپاڼې د افغان حکومت د سرچينو په حواله هم ليکلي، چې له کابل نه هم ۲۵ کسيز حکومتي پلاوی په دغه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي.

روسي رسنۍ وايي، د افغانستان سولې په اړه د روسيې په کوربه توب ناسته به د روان اکتوبر مياشتې په ۲۵مه ترسره شي، چې د روسيې سربېره د چين، امریکا او پاکستان استازي به هم په دغه ناسته کې ګډون وکړي.

د مسکو دا ناسته په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د روانې جګړې د پای ته رسولو او سولې خبرو د بيا پيلېدو په موخه يو ځل بيا سفر پيل کړی او تېره ورځ يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره د سولې په اړه معلومات تبادله کړي وو.

خلیلزاد به تر دې وروسته فرانسې، چين او روسيې ته هم سفر وکړي او په مسکو کې به له خپلو روسي او چينايي سيالانو سره د افغانستان سولې پروسې په اړه خبرې وکړي.

داسې ويل کيږي، چې د سولې درېدلې خبرې به په لنډ وخت کې بيا پيل شي، خو کره نېټه يې تر اوسه نه ده اعلان شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لیالحاج استاذ بیانزی
میلمه
لیالحاج استاذ بیانزی

نظم نوین جهانی یا نړیوال استعمار کی ټول لوی او کوچنی استعماری قدرتونه مدغم شوی د نړیوال حکومت تاسیسولو د پاره ټول یو موټی او یوه خوله دی، د یو بل د مخالفت په ځای استعماری ګټی سره ویشی یا په نورو مستعمره هیوادو کی یو بل ته کریدت ورکوی. پرون امریکایانو او اروپایانو یا ناتو د پرونی شوروی اتحاد یا وارسا استعماری قدرت په مقابل کی د مجاهدینو سره هر اړخیزی مرستی او سیاسی ملاتړ درلود وارسا یی ړنګه او پرونی شوروی اتحاد یی په نننی روسیه فیدړیشن بدل کړو روسان د دی په ځای چه د نظم نوین… نور لوستل »