د هسکې مينې د شهيدو کورنيو غږ ولې تر ولسمشره ونه رسيد؟ 

شامحمود شینواری

په دې کې شک نشته، چې ولسمشر تل هڅه کوي چې د ولسوونو ريښتينی غږ واوري او ستونزېې حل کړي خو له بده مرغه چې ولسمشر ته د ولس ريښتينی غږ ډېر کله نه رسيږي؟
زه د خپلې پورته خبرې د ثبوت لپاره شینوارو ته د ولسمشر د راتګ د وړمې ورځې کیسه کوم.
زه چې څه وایم دا هغه تریخ حقیقت دی، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پرې ښه خبر او عیني شاهد دی، خو دا ښاغلی یې هم لامل نشي روښانه کولای.
زه د هغه تعهد له مخې دا حقیقت وايم چې، ولس سره مې ژمنه کړې، چې په ريښتينولۍ به مخته ځو.
د ولسمشرله راتګ يوه ورځ وړاندې د شنبې په سهار، یانې له پېښې يوه ورځ وروسته ، هلته چې د جودرې د څلور دیرش شهيدانو جنازې خاورو ته سپارل کېدې، موږ هم دې غمځپلې سیمې ته لاړو.
دغلته چې به د هر کور له مخې تېريدو د سيمې خلکو به راته وویل، چې په دې کور کې درې زلميان شهېدان شوي.
په دې کور کې هيڅ نارينه نه دي پاتی، په همدې ډول د هر کور تر څنګ چې به تېريدو، په کورونو کې د مېرمنو په ستوني کې بندې غلو غلو ژړاګانو د هر انسان غونی هک پک کولو او د غم ډکې کيسو سړی خپل وجدان ته ملامته کولو او هر باوجدانه انسان ته دا احساس پيدا کېدلو چې د دې وژل کېدونکي ولس غږ پورته کړي.
لنډه دا، چې په همدې ورځ د ګڼ شمېر کسانو په مخکې د قرباني شويو کورنيو ځينو غړو په ډير ټینګار غوښتنه کوله، چې خير دی ځوانانو زموږ غږ تاسو ورسوئ، سوداګرو ملکانو ته مو مه پريږدئ. هغوی زموږ د شهيدانو په وينو تجارت کوي.
موږ هم ورسره ژمنه وکړه، چې ستاسو غږ به تر ارګه رسوو.
ماښام ښار ته د راتګ سره سم خبر شو، چې سبا ولسمشر راځي، ما د ولایت وياند عطالله خوږياڼي ته زنګ وواهه چې زه هم په سبانۍ غونډې ګډون کوم او ګوره چې په اجنډا کې مې حتمي نوم وليکې چې د قرباني شويو کورنيو پېغام راسره امانت دی او ولسمشر ته يې رسوم.
سهار وختي چې کله ولسوالۍ ته لاړو، په قصدي ډول یوازې زما نه بلکې د شينوارو د فکري مرکز د هيڅ يوه غړي نوم په لیست کې نه وو، خو د لنډ جنجال وروسته ولسوالۍ ته داخل شو.
هلته زما نوم په اجنډا کې نه و د اکثرو ځوانانو ټينګار په دې و، چې زما نوم باید اجنډا کې ځای شي، خو زه د ولسوالۍ يو اطاق ته وغوښتل شوم او هلته د ننکرهار والي، محکمې رييس او د ولسي جرګې وکيل شپون په مخکې د ملي امنيت رييس راڅخه په ډيره تونده لهجه غوښتنه وکړه، چې ته به خبرې نه کوي .
ما په ډير ټينګار وويل زه ځکه خبرې کوم، چې ماسره د شهېدو د کورنيو خبرې امانت دي او ولسمشر ته سپينې سپينې وایم .
په دې مسله د غونډې اکثرا ګډونوال هغه وخت خبر شول.
شېبه وروسته بيا امنيتي کسان راغلل او دا ځل يې زموږ د فکري مرکز نور ځوانان هم وغوښتل او د هغوی په مخامخ تر دې حده وګواښل شوم، چې که خبرې دې وکړې نو سرچپه دې راځوړندووم، خو بلاخره دا ګواښ زموږ نورو ملګرو ته هم وشو.
موږ د دې په خاطر چې خدای مکړه د ولسمشر راتګ او د شهيدانو غمرازي ګډه وډه نشي موږ د غونډې په اخېره کې يوازې تشې ويناوې اوريدلې.
د دې څو ښاغلو لخوا اجنډا داسې جوړه شوې وه، چې د شهيدانو د کورنۍ اصلي غړي به ناست وي، خو دوی به هغو ملکانو ته د خبرو وخت ورکوي ، چې د اوغذ د بمبار پر مهال همدې ملکانو د شهيدانو مرستې په تپو تقسيم کړې وې، حجونه يې په تپو تقسيم کړي وه او دا ځل به د دې شهېدانو وينې پخپل منځ کې تقسیموي.
په دې مسله کې د ننګرهار والي، محکمې ريس او د ولسي جرګې وکيل ښاغلی شپون د شهيدانو د اصلي غږ د چپ کولو مسوول دي، ځکه دوی په دې مشوره کې شریک وه ، چې صرف تشريفاتي ويناوې وشي او د ولس ريښتيني غږ په مرۍ کې بند پاتې شي.
د خلکو دا نيوکې چې غونډه تشریفاتي وه سل په سلو کې حقیقت دی ، ځکه دا هر څه زما د سترګو پر وړاندې تېر شول .
په غونډه کې د قربانيانو د کورنيو له ډلې يوه هم خبرې نه دي کړي او نه وخت ورکړل شوی دی ، آن تر دې چې ولسمشر خپله انتقاد وکړ، چې تاسو بايد له مانه ډير څه غوښتي وای زه تاسو ته راغلی يم.
خو افسوس صد افسوس په داسې اداره چې ولسمشر غواړي د ولس ريښتينی غږ واوري اما ولايتي اداره درته په خوله پلستر لګوي او وايي ته به هيڅ نه وایی.
دا چې ولې؟ تر اوسه پورې مې څلور ځلې په ټلیفون او يو وار مې په مسېنجر کې والي صېب ته پېغام رسولی چې زه درسره ګورم او پر ما باندې د لګېدلي بنديز په اړه وضاحت راکړه، خو نه یې تراوسه زما مېسج ځواب کړی او نه یې فون پورته کړی دی.
په دې غونډه کې باید د قربانیانو د کورنیو غړو ته وخت ورکول شوی وای او هغوی اورېدل شوی وای، دا غونډه باید د رسنیو پر وړاندې ترسره شوې وای او د شینوارو پر ځمکه د روانو غميزو نه پرده پورته شوې وای، خو له بده مرغه چې دلته د ننګرهار چارواکو د خلکو پر ستونې پښې اېښي او نه پرېږدي چې د ننګرهار او په ځانګړي ډول د شینوارو رښتينی غږپورته شي.

يادونه: تر اوسه مې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته له زړه نه احترام لارلو د ډيرو ملګرو سره مې د والي په سر بحثونه او دفاع کړې، خو کله مې چې دا حقیقت په خپلو سترګو وليد، چې والي صیب او وکيل عبدالروف شپون دواړو د شهيدانو په حق سترګې پټې کړې، د دوی په اړه د خلکو دا نيوکې چې دوی په نمایشي، فرمايشي او ډراماتيکي رول کې ولس ته دوکه ورکوي سل په سلو کې موافق يم.
په درنښت
شاه محمود شینواری

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
10 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

ډیره اجیره او خاینه رسني یی خدای شته چی د قیامت په ورځ به د خپلو ټولو اتهاماتو ځواب ګو یی. ولسمشر خو حد اقل له هسکی مینی لینده وکړه ستا مولا فضلو او شیګ پوش عبد الله لنډغرو خو حطا ددی پیښی غنده هم ونکړه! حال دا چی دا ستاسو کار وه فقد په بله څرمنه کی مو دا لوبه ترسره کړه! لږ شرم وکړی له GHQ خپرونی کوی ادرس دی معلوم ندی، هویت دی معلوم ندی، فقد تور لګور او سپکی سپور نشروی خاینه!

عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام شینواری صاحب. الله دی ده دی نویشتی دپاره اخروی او دنیوی عوض درکړی. دا نونس کاله به دی غریب ملت دا داخلی او خارجی غوایان او وینی خواره غوبل کوی او لوړ دا فرمایشی ژوند شروع دی. ولی حقیقت تر لمـــر لا روښانه دی. چه په دی خاوره او مضلومو افغانانو څه تیریږی. هغه راغلی مشر میلمه هم د والی صاحب په شان یو بیوجدانه او وطنفروشه، سختدله او بیرحمه شخص دی. ولی دهلمند د واده انسانان چه څه موده مخکی بمبار سول ده دی خاوری نه وه؟ ممثیل یار صاحب دا مشر تر هسکی مینی تناو کړی راوستی.… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

شینواری ځانته شین غونډاری ووایه چه د [[ جان کیری غلام ]] ته (( ولسمشر)) وایی. د هسکی مینی مسجد له هماغه الوتکی په نښه شوی چه غلام او قاتل غنی پکی د ځان خوشالولو د پاره هسکی مینی ته منافقت او خیر غوښتنی د پاره راغلی د هسکی مینی خلک د نمرو به ځای امنیت غوښتنه کوی مګر غلام غنی خپله د کوڅه ډب سپی په شان په کانکریتی دیوالو او الوتکو او باډی ګاردانو کی له مجاهدینو پټ ګرځی. دا څرنګه ولسمشر دی خبر هم نه دی چه د هسکی مینی خلک او مسجد د چا له خوا… نور لوستل »

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

It looks like these people are going to my JawDara for joy.
I grew up close to JawDara. When I was young, we used to call it JOAGDARA
I am crying every day when I saw my Shinwar, my Hamzakhel, Hasankhel and Liaskhil bleeding.

When Shinwar can bring a power like Amanullah to a knee, then Shinwar can also bring Ghani to the knee.

Shame on you Ghani Saib

نصیر
میلمه
نصیر

شینواری صیب نو دا قربانی شوی فامیلونو پیغام دی دلته هم ندی شریک کری

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

If you look at this picture and the clothes that they are wearing, it looks like it is the wedding day of Mariam Ghani the daughter of
Ashraf Ghani in New York Cathedral Church or might be the wedding day of the mother of Mohib Saib
Are they really going there to share the pain or pour more salt on the wounds of Shinwaries
or maybe they wanted to estimate the damages and pain of Shinwar to report to the Bagram Air Base

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

DA DEHBALA AW YA HASKA MINA ZIATARO SHINWARO MANALI DA CHI DA BOMB NA WO BALKI DA BI PILOTA JAHAZ THE ROCKET FIRE WOO.

جميل سمون
میلمه
جميل سمون

دا كوم داعشيان دي؟ ستاسو مخكني ملگري كه نوي داعشيان؟ دا خو به هغه نه وي چي له تاسو سره يو ځاى او د امريكا په اشاره د حزب اسلامي خلاف جنگېدلئ؟ له عربو سلفيانو ئې تاسو ته ريال او خرما راوړلې؟ هغه مهال ښه وو خو چي په عراق كي داعش رامنځته شو نو له تاسو بېل شول، فقط د بيرغ رنگ ئې له سپين تور ته واړاوو؟!! او بيا تاسو د هغوى خلاف د كفر فتوى صادره كړه، دا هم نه بلكي يوه به بل نيولو، پر بمونو به ئې كښېنولو او منفجر كولو!! سرونه به ئې غوڅولو… نور لوستل »

Adam Khan
میلمه
Adam Khan

Are those bodyguards Afghans or American Spanish
For the sake of Almighty Allah open your eyes

A saeed
میلمه
A saeed

ته هم داكتر ته ضرورت لري دا خاين شه خبر ده او قاتلان هم ورمعلودي يعني ده ده باداران نو دي هم قاتل ده او له دي نه علاوه ي دير بي كناه افغانان شهيدان كري دي ته له قاتله ده مرستي غوشتنه كوي؟ دا قصاب به ستا به سير ده بي وجدانو مشر وي زمونز ده افغانانو لباره يو قاتل خاين ده قدرت ليوني او هيواد بلورونكي ده ده بي وزلو مظلومانو دي الله ج مل سي او ملت دي رابورته سي شخصي كومكونه دي وكري له داسي مظلومانو سره له دهغو كوداكيانو ده خير اميد كول ليونتوب ده… نور لوستل »