د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ جودرې کلي ته سفر

محمد عادل بصیرت

آن له لومړۍ ورځې څخه د جمعیت اصلاح،احساس خیریه بنسټ او د نجم مسؤلینو اراده درلوده چې جودرې ته سفر وکړي، د ځايي قربانیانو تسلیت او دعا وکړي او مرستې ورسره وکړي. دا چې په لومړۍ ورځ یو شمېر ولایتي چارواکي او په دویمه ورځ جمهور رئیس هسکې مینې ته سفر وکړ، په همدې خاطر زمونږ سفر دریمې ورځې ته وځنډید.

د جودرې موقعیت او عمومي معلومات:

جودره د هسکې مینې ولسوالۍ یو لرې د غره په بیخ کې کلی دی چې په لږ مزل سره سړی کولای شي د پاکستان مرز ته ورسیږي. دغه سیمه پوخ سړک نلري او یواځې یو شخصي کلینیک یې درلود چې معالج ډاکټر هم د همدغې حملې په نتیجه کې په شهادت ورسیدل. یاده سیمه دومره وروسته پاتې ده چې ښايي ډیری وګړي یې وروسته پاتې والي ته حیران شي. د دوی د څښاک اوبه له نورو کلیو څخه راځي؛ کوم چې پرې وسله والو بندې کړي دي. اوسمهال دلته د څښاک اوبه ډېرې کمې پیدا کیږي او د دې ولس یوه حیاتي مسئله همدغه ده چې تر اوسه ورته نه د ولایتي ادارې فکر شوی دی او نه هم ورته چا سینه ډبولې ده. د ځايي خلکو په آند نیږدې ۸۰ متره کې اوبه راوځي، مګر دا چې منطقه غرنۍ ده لږ وخت وروسته څاه وچیږي او د خلکو هیلې بېرته مړاوې کیږي. د هسکې مینې ولسوالۍد بازار څخه تر یاد کلي پورې سړک مکمل خام دی او د تیږو او ډبرو څخه ډک دی او که چېرته کوم قوي موټر نه وي، نشي کولای یاد کلي ته ښکته شي. له همدې امله موږ نیږدې ۲۵ دقیقې د پښو مزل وکړ تر څو کلي ته ورسیږو.

د سفر پر مهال ځینې بدې خاطرې:

بده خاطره دا ده چې د امریکایانو بېز ته یو لوی موټر معدني اوبه راغلې. طبیعي خبره ده چې دا اوبه به وحشي صلیبي اشغالګرو امریکایانو ته راغلې وې مګر د افسوس ځای دا وه چې د همدې ولسوالۍ د جودرې کلي اوسیدونکي د څښاک اوبه په سختۍ پیدا کوي، مګر پردیو اشغالګرو ته په خورا سانۍ رسیږي.

د سفر موخه

مونږ په دې خاطر یادې سیمې ته ولاړو تر څو د خلکو سره خواخوږي وکړو او په عین حال کې ورته د ځینو کومکونو ډاډ وکړو. زمونږ ژمنې درې وې مګر اساسي وي.

۱ـ لومړی دا چې هغه مسجد چې د دغه سترې فاجعې په پایله کې ړنګ شوې دی، د ولسونو او خییرو اشخاصو په ذریعه بېرته رغوو.

۲ــ هغه کوچنیان چې د کورنۍ غړي یې په شهادت رسیدلي دي؛ د جلال اباد ښار په خصوصي لیسو کې په وړیا ډول داخل کړو او په عین حال کې هڅه وکړو چې د یادو ماشومانو لپاره په جلال اباد ښار کې د وړیا لیلیې بندوبست وکړو.

۳ـ د ښوونځي هغه زده کوونکي چې له دولسم ټولګي څخه فارغ دي او یا د دولسم ټولګي زده کوونکي دي په جلال اباد کې په خصوصي پوهنتونونو کې په وړیا ډول داخل کړو.

مونږ هڅه کوو چې پورته ژمنې عملي کړو، مګر دا چې جمهور رئیس د مسجد د رغونې ژمنه کړې ده، مونږ ورته ښه راغلاست وایو.

له پورته درېوو ژمنو څخه د خلکو استقبال:

ځايي خلکو د پورته درې اساسي ضرورتونو په ترسره کولو د زړه څخه خوښي ښکاره کړه او یاده یې کړه، چې د لومړنیو کومکونو څخه دا ډېره مؤثره ده چې د ځوانانو او نوو ځوانانو روزنه په ښه شکل سره وشي تر څو د یادو کورنیو او کلي راتلونکې ورسره روښانه شي.

د یادونې وړ ده چې د سفر په جریان کې مو د شهید شوي مسجد، هدیرې او د هغه سړي کور چې یوه اونۍ وړاندې یې ځوی واده کړې وه او ځینو نورو ځایونو څخه لیدنه وکړه او د مشرانو او د هغوی د خپلوانو سره مو خواخوږي ښکاره کړه.

شهید مسجد

مسجد مکمل ړنګ شوې وه، چت یې غورځیدلې وه او له څلورو طرفونو څخه یې یواځې یو دیوال پاتې وه. د ځايي خلکو په وینا د مسجد د چت لرګي سل متره لرې غورځیدلې دي. د همدې مسجد څخه لاندې د کرکیلې پټي دي. د مسجد لرګي تر اوسه هماغلته پراته دي. ویل کیږي چې د مسجد ملا امام جسد هم د انفجار د شدت له امله همدې پټو ته غورځیدلې وه. په مسجد کې د لاوډسپیکر ماشین یواځې پاتې وه. فرشونه یې د خاورو لاندې وه او اوس هم پرې د وحشت نښې له ورایه معلومیدلې.

هدیره

د شهیدانو قبرونه په کومه عمومي هدیره کې نه وه. د یادو شهیدانو جسدونه او د بدن راټولې شوې غوښې په یو پټي کې ښخې شوې وې. پټې د ځايي خلکو څخه د یو وه. هدیره کې د هر قبر دپاسه په کاغذ نوم لیکل شوې وه. مګر داسې قبر هم وه چې (نامعلوم) یې ورته لیکلې وه. د نامعلوم پوښتنه مو وکړه، ځواب راکړ شو دا د خاورو څخه د رایستل شوو غوښو ټوټې دي چې کوم مشخص شهید پورې اړوند نه دي. په هدیره کې د نوي واده کړي ځوان سبیل قبر هم وه. سبیل هغه څوک وه چې پوره یوه اوونۍ وړاندې یې واده وکړ او د تېرې جمعې خونړۍ چاودنې وخوړ. سبیل د خپل پلار نازولې زوی وه مګر ټول نازولتوب یې قبر ته ولاړ.

شینواري د استقامت څلي

شینواری ولس خورا عجیب او غریب خاصیتونه لري. د غر په څېر مستقیم دریدل، کلکه میلمه پالنه او سخت والې او هر مشکل سره مبارزه د دوی ځانګړي خاصیتونه دي. دا هماغه ولس دی چې واده او خیرات یې بمبار شو، مشران یې په بمونو کښېنول شول او انفجار ورکړل شول، د بمونو مور تر عنوان لاندې بم په همدی استعمال شو او دغه یې وروستۍ پېښه وه چې پکې ترسره شوه، مګر تر دې دمه دا ولس لکه د غر په څېر کلک او مستقیم ولاړ دی . مونږ به چې هر مشر ته دعا کوله ځواب به یې دا وه، دغه شهیدان د الله تعالی جل جلا له امانت وه او بېرته یې راڅخه واخیستل. کله مو چې هغه سړي ته دعا کوله چې ځوی یې نوی واده کړې وه، ځواب یې فقط دا وه چې د الله تعالی جل جلاله فیصله وه او مونږ پرې راضي یو.

تقریبا ورته الفاظ هماغه سپين ږیري هم استعمال کړل د چا د کور چې لس تنه په شهادت ورسېدل. د دردوونکې منظر هغه وه چې یو لوی کتار ولاړ وه او دعا یې د خپلو شهیدانو اخیستله. د دوی هر یو په خوله دا کلیمه ډېره راتلله چې د الله تعالی جل جلاله په فیصله مونږ کوم اعتراض نلرو.

بېرته راتګ

بېرته راتګ ډېر دردوونکې وه، د یوه کور څخه راتېریدو پر مهال د ښځو سختې ژړا ګانې وې. دا منظر له قیامت څخه کم نه وه. د بېرته راتګ په وخت کې هر کاڼي او هر بوټي د مظلومیت نندراه وړاندې کوله. د خلکو په مخونو د خفګان لوی اثر لا هم پروت وه.

لمانځه ته رانه نیت د جنازې وشي صاحبه
اوس ووایه د ظلم انتها ده او که نه ده

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

بصیرت صاحب ! ډیره مننه چه جمیعت اصلاح د مسحد په جوړولو او یتیمانو په څارنه او ساتنه د مورولۍ دنده ترسره کړی، خو د پلارولۍ دنده یی له شروع څخه تراوسه نه ده ترسره کړی چه هغه د اشغالګرو او د غلامی اداری ضد سپیڅلی جهاد او لا د مجاهدینو سره ملتیا او ملګرتیا ده حتی په انفرادی ناستو کی یی په ضد خبری کوی او حتی مشران یی لکه عبدالباقی امین د غلامی اداری سره په ملاتړ باکستان ته سفرونه او کنفرانسونه کوی . د هسکی مینی مسجد جوړولو په ځای ، له هغه ځایه د اشغالګرو د… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مجاهد صاحب
په ګوتو، فکر او عمر مو برکت شه

دا خلک د مورولی نه بلکه د مورغودی کارونه کوي، کنه ولې په دوی د ډرون یا داعش له خوا برید نه کیژي.

هدی
میلمه
هدی

د جمعیت اصلاح تر سره سوي کارونه او د راتلونکي په اړه پلانونه د ستایني وړ دي ،خو باید ووایو چي تر څو پوري چي ټول هیوادوال د اشغالګرو په وړاندي ونه دریږو ، جهاد اعلان نه کړو او د مجاهدینو تر څنګ ونه دریږو، فکر نه کوم د یوه مسجد په جوړولو او د شهیدانو د کورنیو سره په خواخوږيو کولو څه وسي. جمعیت اصلاح خپل اصلي موخه او مسؤولیت هیر کړی دی تل وایي چي موږ د تعلیم او تعلم له لاري ډېر نرم مخته ځو. خو زه وایم په کوم علم چي عمل ونه سي ، د… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

هدی خورکی خدای جل جلاله وکړی ستاسو په دې حفه وینا باندې د جمعیت اصلاح د مشرتابه مړه ضمیرونه ژوندي او بیا ویښ شي،،، خو ګومان نه کوم،،، ځکه زمونږ هیواد د ډېرو بوږنږږنکو پېښو شاهد دی چې باید د داسې خلکو ضمیرونه یې وختی ژوندي او بیا ویښ کړي وای. دا خلک خپله نه بلکه د پردیو لخوا د امریکایي اسلام او وسطیت د ورکړل شوې اجنډا د پلي کولو لپاره کار کوي. ددې خلکو خطر دا دی چې که خپلو موخو ته ونه رسی یا په بل عبارت اشغالګر ځواکونه د الله تعالی په نصرت او د سپېڅلو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

د جمعیت اصلاح اراکین دې مرګ موش وخوري چې نه یې د مخ پر زیاتیدونکي متعفن فساد مخه ونیوه او نه هم د اشغالګرو د وحشتونو په وړاندې د محض سوڼ وهلو جرات لري.

د اصلاویانو واجب الاحترام او غیر مسوول مشران دا تمه هم پخه ساتي چې له شاملې فتحې وروسته به د طالبانو کرامو له خوا په مهمو مسلکي او کدری دندو ګومارل کیژي،