سيکولرازم

اسامه جوهري

دا د سيکولرازم په اړه بحث کيږي…!

د سيکولرازم مطلب دا چې رياست او دين دې سره بيل وي ،

يعنې مسلمانان وايې چې په اسلام کې يو کامل نظام پروت دی ، چې د هغې اصول په الهي قوانينو ولاړ دي …
او سيکولران وايې چې نه !!! الهي قوانين زاړه شوي هغه دي يو طرف ته کيښودل شي او قوانين دي کاملا په هره زمانه کې خود ساخته وي ….

کم خلک چې سيکولرازم ته ښه وايي هغوئ په دوه قسمه دي …..!

۱: هغه خلک دي چې سيکولرازم يې نه وي مطالعه کړی اود معاصرې اروپاء ظاهري بڼی ته ګوري او وايي چې : وګوره هلته څومره امن دی ، دا ټول د سيکولرازم برکت دی …!

۲: هغه خلک دې چې سيکولرازم ته په يو علمي چوکاټ کې ګوري ، او د سيکولرازم او د دين ټول قوانين او معاصره نړۍ کې يې تطبيق وسنجوي د هغې نه بعد يوې نتيجې ته ورسيږي ، او وايي چي وس وخت بهترين تطبيق د سيکولر نظام کيداي شي ..

اول قسم خلک بايد اول مطالعه وکړي،  ځکه تاريخ که وګورو نو د اروپا په ۳۰۰۰ کلن تاريخ کې دومره قتلونه او جنګونه نه دي شوي لکه څومره چې فقط په تيرو ۲۰۰ کلونو کې شوي.

د دويم جنګ جهانی نه بعد ناټو او امريکا تقريبا ۳۷ قومونو او هيوادونو باندې حملې کړي ، همدا راز په دويم جنګ جهاني کې ټوله اروپا لوټې لوټې شوه ، په اول جنګ جهاني کې لوټې لوټې شوه ، ۲۳۰ ميليونو څخه زيات انسانان يې پکې وژل ، دا ټول د سيکولر رياستونو په دوره کې وشوه ، په اروپا باندې ۱۹۰۰ کاله عيسايانو حکومت کړی ، نه يې خپلو ته دومره نقصان رسولې او نه پردو ته …!!

همدا راز معاصرې اروپا ساينسي بنياد هم عيساي حکومت ايښی ، ( هغه بيله خبر ده چې مسلمانانو سره په غدر کولو يې ايښی )

خو که چيرته مونږ د اروپا غټې غټې يونيورسټيانې او جامعات او کتابتونونه وګورو نو ټول په قرون وسطی کې ايښودل شوې ، او په قرون وسطی کې ټول عيسايي حکومتونه ول …! لنډه دا چې عيسايان د امن په لحاظ يو په زر په اروپا کې ښه وو ، همدارنګه سيکولرازم چې اسلامي نړۍ ته څومره نقصان رسولی …!!

بعض شادګلان کمال اتاترک مخې مخې ته کوي او وايې چې ملايان يې وتړل نو ځکه امن راغی !!!!

ظالمانو کله مو فکر کړی چې دا بې امني ولې وه ؟ دا ټول د سيکولر رياستونو لامله وه ،

برطانيه يو سيکولر رياست وو ، چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې به يې لګ مال وليد لکه د بې شرمه ډاکوانو به يې ځان ورسولې وو ، نن
مونږ ته ادب ښايي ..! توبه

همدا راز سيکولرازم چې اسلامي نړۍ ته راغی نو مسلمانان خير ته کيناستل ، سيکولرازم نه مخکې چا اسلامي نړۍ ته پورته هم نشو کتلای ، د سيکولرازم راتګ نه بعد اسلامي نړۍ سختو اقتصادي بحرانونو ، بې اتفاقيانو ، او مشکلاتو سره مخ شوه …

راځو دويم قسم خلکو ته :

چونکه دا يو علمي مسله ده نو ځکه طول ډير غواړي خو بيا هم مختصر يو څو نکات وايم :

اوله دا چې اسلامي نظام ته په کم اساس زوړ ويلي شي ؟

که چيرته مونږ معاصر غربي نظامونه وګورو نو د دې بنيادونه خو ټول په يونان کې ايښودل شوي وو ،
دا ډيموکراسي ، او کيپيټل ازم او دا معاصر اروپايي اخلاقيات خو ټول په يونان کي ايښودل شوي وو ،
حتی د دې معاصر (پوسټ ماډرنيزم ) چې تر ټولو جديده فلسفه بلل کيږي ، بنيادونه يې په يونان کې ول ، د (پوټاغورس) فلسفه ټوله د معاصرې پوسټ ماډرنيزم په فلسفې ولاړه وه ، دې جان لاک ، ميکاولې ، جيرمي بينتم ، سټوارټ مل ، نټشي ، ډرخم ، والټير ، کانټ ، هيوم ، هولباخ، ډيډروټ ، ډيکارټ ، روسو دا ټول په نشاة ثانيه او هغي نه بعد نه دي راغلي ؟ هو دا ټول په نشاة ثانيه او د هغي نه بعد راغلي ،
ايا نشاة ثانيه ټوله د يونان په فلسفه ژوندئ نشوه ؟ هو بلکل ژوندئ …!
يوناني دوره د اسلام نه هم زر کاله پخوا تيره شوي نو بيا ولې د يونان دورې ته زړه نه ويل کيږي ؟ او اسلام چې زر کال جديد دی بيا هم زوړ شو ؟؟؟؟ ايا دلته عقلي تضاد نشته ؟ بلکل شته
دويمه خبره دا چې د سيکولر رياست بنياد به خامخا د دې پاس ذکر شوو فلاسفوو په فلسفو ولاړ وي ،
نو په دي صورت کې هم د سيکولر رياست يو سيکولر فرد په ړندو سترګو هر څه منلو ته مجبور دی ،
په معاصره اسلامي نړۍ کې يو سيکولر هم نشته چې د خپل عقل په بنياد يو څه وکړي ، بلکه ټولو ته يې عقلونه په کڅوړه کې بند کړي ،
خا نو وس چې يو سيکولر په پټو سترګو د غرب غلامي کوي او د اسلام تابعداري نه کوي نو د چا خطا شوه ؟ د اسلام خطا شوه او که د فرد ؟
دريمه دا چې د نظام عملي کيدلو نه بعد نتائج دنظام ښه والی او بد والی څرګندوي ،
په تير انساني تاريخ کې په کمو دوه پيړيو کې دومره قتلونه شوي لکه څومره چې په دې تيرو دوه پېړيو کې د سيکولر ړياستونو تر منځ شوي ؟ ؟ ؟
ايا اسلامي نظامونه د دې په شل چنده مثبته نتيجه نه ده ورکړې ؟
وس هم چې د نړۍ په هر ګوډ کې اوور بل دی خامخا تر شا يې د يو سيکولر هيواد لاس وي ، خامخا ……!!
ايا نظام او قوم په دسي د کوپړيو په منارونو ساتل کيږي ؟

که څوک وايي چې اروپا کې وس امن دی او خاموشي ده نو هغه هم په مغالطه کې لګيا دی ،
اروپا د خپل يو لويشت وجود ساتلو لپاره نيمه افريقا وخوړله ، هندوستان يې وخوړو ، ليبيا ، عراق ، شام ، افغانستان ، دا ټول ممالک يې ولوټل ،
ته فکر کوه چې روسيې فقط د ګرمو اوبو ته ځون رسولو لپاره او يوې اقتصادي نظريې د تطبيق لپاره دوه ميليونه افغانان په شهادت رسوي ، دا به لا د نورو اقتصادي پرمختګونو سه حال وي ؟ د هغې تر شا به څومره کوپړۍ خخي شوي وي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نو لنډه دا چې څوک سيکولرازم سيکولرازم کوي نو ټولو نه اول پکې د دوئ خولې او عقلونه بند کړل شوي ، او دا نعرې محض مفروضاتي دي …!

اسامه جوهري

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لیالحاج استاذ بیانزی
میلمه
لیالحاج استاذ بیانزی

حوهری صاحب ! ډیره مننه د سکولریزم په اړه مو ښه حقایق په ډاګه کړی زه به هم ورسره څه ورزیات کړم : ( ایزم ) اصلا د هغه عقیدی پرستش ته وایی یعنی پلویان یی د هغه عقیدی پرستش کوی یعنی هغه عقیده د هر څه کونکی او معقولیت لری مونږ مسلمانان اسلام ته اسلامیزم نه شو ویلی شرک دی . خینی ورته اسلام پال وایی اسلام پال د اسلامیزم معنی یعنی شرک دی. کفار او د کفارو پلویان یی قصدا فعالو مسلمانو ته کاروی. حتی سکولریزم ته د (( ایزم )) کارول هم ناسمه اصطلاح ده مګر اوس… نور لوستل »