افغانستان

اشرف غني: د بهرنیو عسکرو د شمېر کمول د افغان حکومت په واک کې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شمېر له کمولو سره کومه ستونزه نه لري؛ خو هغوی باید له افغان ځواکونو سره همکار پاتې شي.

غني چې د جاپان په پلازمېنه «توکیو» کې یې له یوې رسنۍ سره خبرې کولې، وویل « د افغانستان او امریکا اړیکې د ګډو ګټو په بنسټ ولاړې دي، په دې هیواد کې د امریکایي عسکرو شمېر له سولې سره هیڅ اړیکه نه لري او دا یوازې د افغانستان حکومت دی، چې کولای شي د بهرنیو عسکرو شمېر را کم کړي».

نوموړي زیاته کړه « که ولسمشر شوم په لومړۍ اوونۍ کې به دسولې مذاکرات پیل کړم؛ خو طالبان باید د افغانستان د ثبات ضمانت ورکړي او دا باید ثبوت کړي، چې هغوی له هیڅ نړیوالې ترورستۍ ډلې سره اړیکه نه لري.»

د غني په قول، که طالبان د افغانستان اساسي قانون ومني او تشدد ودروي؛ کولای شي د یوه سیاسي ګوند په حیث په افغانستان کې راڅرګند شي.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال د بهرنیو عسکرو د شمېر کمول د کابل حکومت له واکونو بولي، چې امریکایي چارواکي وايي، د بهرنیو عسکرو  شتون او نشتون  له طالبانو سره د سولې په توافق پورې تړاو لري او که چېرې له هغوی سره سوله وشي، متحده ایالات تیار دي خپل عسکر له دې هیواد څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

یغنګیه ته د خپل تشناب او نوروانسانی ضروریاتودپوره کیدواختیارنلری، حتی تغیراوتبدیل ته دی څوک اهمیت نه درکوی. دبهرنیوعسکرواختیار خو بیخی لو خبره ده.

جميل

اوه ، غلام غنيګی خوار د خپل ارګ واک لا نلری ، د بيا اوس د پنتاګون اخيتار او واک هم واخيستی .
غنيګيه ! په ځان به لا نه یی خبر چی مالکانو دی کډی بار کړی وی او ته به د کافری رولا په غيږ کی ژاړی .
ځان وژنی ته ځان جوړوه .

مجاهد

د غلام غنی دا خبره چه [[د اشغلګرو عسکرو د شمیر کمول یا زیاتول د کابل د غلامی اداری پوری اړه لری ]] د هغه فاحشی خبره ده چه د لونډانو روپی یا پیاوړتیا خپلی ګڼی او لاپی ورباندی کوی . د غلامی غنی د دی خبری پوری یی نیو یارک کی د ترمپ سره هغه لمړنی ناسته رایاده شوه چه : (( ترمپ سره مخ په مخک چوکیو کی ناست وو، ترمپ غنی ته کتل او غنی د مفعول په شان زمکی ته کتل او څو ثانی وروسته د چوکي په سر داسی تاویده راتاویدلو لکه څه زیان چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x