افغانستان

طالبان: هلمند کې مو لسګونو امریکایي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، په هلمند ولایت کې یې د بهرنیو عسکرو په یوه پنډغالي توغندیز بریدونه کړي او لسګونو امریکايي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کاږي « د الفتح عملیاتو په ځپونکي جریان کې نن ماسپښين شاوخوا ۳ بجې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه اړوند د (۵۰۵) بوست زون په نامه هوايي اډه چې د امریکايي اشغالګرو مهمه ځاله او استخباراتي اډه ده، د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا ۶۵ توغندي وویشتل شول.»

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي « ټول توغندي په خورا دقت سره په نښه شوي اهدافو لګیدلي چې له امله يې لسګونه امریکايي او داخلي عسکر وژل شوي او ټپیان دي، د عسکرو د اوسیدونکې بارکونه او خونې نړيدلې، ګڼ شمیر موټر، ټانګونه، د تیلو ذخیرې، د مهماتو او خوراتي توکو ګودامونه او نور تأسیسات له منځه وړل شوي.»

د طالبانو په خبره، د برید په تړاو به نور جزئیات وروسته خپاره شي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د هلمند ولایت امنیتي چارواکو او بهرنیو ځواکونو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
حقیقت خو دا دی چه ،لسګونه ملکی عام افغانان مو وژلی .د امریکایانو نوم مو په ایښی دی.
ولس دومره لوده نه دی چه ستاسو هر راپور ومنی،
ایا امریکایان وچ په خړ میدان پراته وه،چه راکټ ورتلو دوی یی وژل؟امریکایان په خپلو بیسونو په میدان څملی چه ګولی ورځی په لګی؟

مجاهد

هغوی کله د لویو تلفاتو دا ډول خبرونه نشروی ، هغوی د غریبو بچیان د نورو غریبو او مظلومو ولسونو د وژلو د باره استخدام کړی د بی رحم کولو د پاره کنترول نشه توکی ورکوی انسانان څه چه حیوانات هم وژنی خو کله چه مړه شی بیا یی غوښی سپو ته اچوی یا یی کومو کندو کی خطا کوی یعنی د تشناب د کاغذ په شان یی فلش یا خکندازو کی غورځوی. که خبر یی خپور کړی د نورو عسکرو او حتی د غلامو عسکرو ویره زیاتیږی او مورال یی د زمکی سره زمکه کیږی او هم دوی نور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x