مشرانو جرګه: رحماني شخصي ملېشې د پارلمان د مامورینو پر ځای ګمارلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې غړي وایي، د پارلمان رییس «میر رحمان رحماني» ولسي جرګه په خپل شخصي کور بدله کړې او پرته له دې چې اصول په پام کې ونیسي، هر څه چې یې زړه وغواړي هماغه کوي.

د مشرانو جرګې یو تن غړی «امان الله عظیمي» وایي، د پارلمان رییس تېره شپه ولسي جرګې ته راغلی او د جرګې د پهره دارانو له ډلې يې ۱۰ تنه په زور د پهرې له کانتینرونو را ایستلي او خپل شخصي کسان یې هلته ګمارلي.

د عظیمي په خبره، رحماني له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخستې، ضابط یې د ډګروال او ډګروال یې د ضابط په حیث ټاکلي.

د مشرانو جرګې رییس «فضل هادي مسلمیار» بیا وايي، ولسي جرګه خپل تشکیلات لري او رییس نشي کولای د اصولو له پام کې نیولو پرته په تشکیلاتو کې بدلون راولي.

د مسلمیار په خبره، د همدې موضوع د څېړلو لپاره یې د مشرانو جرګې یوه پلاوي ته دنده ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

غلامه اداره کی والی او وزیر یا عسکر او جنرال ټول غلامان، ناوړه او فاسد خلک دی هر څوک چه د اشغالګرو سره د غلامی دیری اړیکی ولری کورنی یی د هغوی په خدمت کی او داسی نوری مافیاوی چاری ورسره سموی هغوی وزیران او جنرالان او هغوی چه په دوهمه،دریمه او شکته کتګوریو کی دی هغوی بیا والیان، مدیران، دګرواالان او عادی مامورین دی. نه مسلم ( امریکا ) یار د دغه دندی وړتیا لری اشغلګرو د خبیث سیاف د غلامی سهمیی د پاره مقرر کړی اتلس کاله کیږی چه ځوانی یی پکی په زړشت بدله شوه نه اصول… نور لوستل »