کرېکټ: هند سويلي افريقا ته ټيسټ سيريز کې په ۳-۰ ماتې ورکړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۳۰ تله، ۱۳۹۸ل): د هند کرېکټ لوبډلې سويلي افريقا لوبډلې ته د درې سياليو په ټيسټ سيريز کې په درې صفر ستره ماتې ورکړه.

د نړيوالې شورا په ټيسټ چمپين شيپ کې هند لوبډله لومړی مقام لري چې پنځه سيالۍ يې ترسره کړي او پنځه برياوې يې خپلې کړي دي.

د سويلي افريقا پر وړاندې دريمه سيالۍ کې هند د يوې پاڼۍ او ۲۰۲ منډو په ستر توپير بريا خپله کړه. هند يوه پاڼۍ کې ۴۹۷ منډې جوړې کړې، خو سويلي افريقا په دوه پاڼيو کې يوازې ۲۹۵ منډې جوړې کړې.

هند د نړۍ يوازينۍ لوبډله ده چې په خپل کوربه توب يې پرلپسې ۱۲ ټيسټ سيريزونه ګټلي دي، دوی له ۲۰۱۲م راپدیخوا اوس د ويرات کوهلي په مشرۍ دغه څلي ته رسيدلي.

https://twitter.com/ICC/status/1186605622361559040?s=19

د هند او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ سيالۍ هند د ۱۳۷ منډو په توپير، دويمه سيالۍ د يوې پاڼۍ او ۲۰۳ منډو په توپير او دريمه سيالۍ هم هند د يوې پاڼۍ او ۲۹۵ منډو په توپير وګټله.

د هند لخوا روهيټ شرما په ۲ سلیزو او يوې غبرګې سلیزې د ياد سيريز غوره لوبغاړی ونومول شو، دغه ډول په دريمه سيالۍ کې يې د غوره لوبغاړي جايزه وګټله.

د يادونې ده چې ددوی ترمنځ لومړی د شل اوريزو سياليو سيريز هم ترسره شوی چې يوه سيالۍ هند، يوه سويلي افريقا وګټله او دريمه د ورښت له کبله لغوه شوه، ددوی ترمنځ به د درې يو ورځينو سياليو سيريز د نومبر په دريمه نېټه پېل کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د