له ښي لوري شير محمد عباس ستانکزی، د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر مسکو د ۲۰۱۹ د مئ ۲۸

چین طالبانو ته په بین الافغاني غونډه کې د ګډون رسمي بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې ددوی مشر ملا برادر اخند د افغانستان لپاره د چین خاص استازي او په قطر کې د چین د سفیر سره ملاقات کړی دی او د چین له لوري ورته په بین الافغاني ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې.

تر اوسه مالومه نه ده چې دغه غونډه به په دقیقه توګه پر کومه نیټه تر سره کیږي خو نن ټکی اسیا ته د سیاسي دفتر یوې سرچینې وویل چې کیدای شي د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۹ – ۳۰ مه نیټه تر سره شي خو لا یې په اړه دقیق معلومات ورکول تر وخت مخکې خبره ده.

سهیل شاهین لیکلي:

دا.ا.سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې نن ماښام [2019/10/22] نیټه د افغانستان لپاره دچین خاص استازي ‌‌‌‌‌‌ډين ژيجون او په قطر کې د چین سفیر سره وکتل. دواړو خواووپه بیجنګ کې د راتلونکي بین الافغاني کنفرانس اوسولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

د چین هیواد د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ دا.امارت یو لوی هئيت ته په کنفرانس کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون بلنه ورکړې.یادکنفرانس په مسکو او دوحه کې دشویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډونوال په شخصي توګه ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي.

باید وویل شي چې د طالبانو سیاسي مشر ملابرادر اخند او ورسره پلاوي ددې تر مخه د تیرې میاشتې سپتمبر پر ۲۱ مه نیټه چین ته سفر کړی وو او ګمان کیږي چې هلته به هم د امریکا له لوري د مذاکراتو د لغوه کولو وروسته د سیاسي حالاتو د ارزونې تر څنګ د بین الافغاني ډیالوګ او کانفرانس په اړه تصمیم نیول شوی وي.

ددې تر مخه بین الافغاني غونډه په قطر کې د جولای میاشتې پر اومه او اتمه نیټه جوړه شوې وه چې په کښي د حکومتي چارواکو په ګډون سیاسي شخصیتونو ګډون کړی وو. بلخوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هم د افغانستان شخړې د حل په موخه د بحثونو لپاره د چین په شمول د سیمې هیوادونو په سفر پيل کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد
میلمه
عبدالواحد

په پښتوکی متل دۍ :چه ۱۰۰خبری دهوښیاردبیعقل یوچیک دۍ هرڅونه ناستی چه وسی ټرمپ حافظه نلری څه چی پرزړه ورغلل هغه وایی اوکوی یی اشرفغنی خوهغه چاپلوس دۍ ستاسوبه پیاد وی چه دعربودډلی سره یی دڅه شرم هرکلۍ وکۍ ټول افغانان په وشرمیدوهمدغسی بی آبروحرکت دټرمپ سره کوی په زاریویی دی ته اړکی چه وعدی او تړونونه مات کی.

اجمل
میلمه
اجمل

بیغره له منفی خبرو نور څه د پاڼه کی نوینم. هغه جاسوس دی، هغه بل نوکر یا غلام او داسی نور. طالبانو تر اوسه د خلکو او د ملک د آبادی لپاره څه کړی؟ ولی دوی له اوربند څخه ویره لری؟ خو یوه خبره چی هری غونډی چی په خارج نکی کیږی په دغو غونډو کی د خارجیانو غوښتنو ته لمړیتوب ورکول کیږی. ماته حکومت و طالبان دواړه غلامان دی دا یوه واضحه خبره ده. بهتره ده چی یو بل سره کینی او خبری وکړی.