د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیران سبا پنجشنبه د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان سولې او روان وضعيت په اړه ځانګړې غونډه لري.

ټاکل شوې، چې دغې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت مشر قومندان جنرال سکاټ ميلر، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نيکولاس کې او د ګډ حکومت د دفاع وزير اسدالله خالد هم ورشي.

د ناټو د سرمنشي يوه وياند پيرز کزالي رسنيو ته ويلي، د ناټو غړو هېوادونو دفاع وزيران به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي او همدارنګه به د افغانستان دولتي عسکرو په تمويل او تجهيز هم خبرې وشي.

پير کزالي وايي، د ناټو هېوادونو د دفاع وزيرانو په دې ناسته کې به د افغانستان روانې کشالې په حل او تلپاتې سولې په لارو چارو هم بحثونه وشي.

د ناټو دفاع وزيران په داسې حال کې يو ځل بيا د افغانستان په اړه ناسته کوي، چې وړمه ورځ د ناټو سرمنشي او اروپايي ټولنې استازو له امریکايي ډيپلوماټانو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې وې.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه د ارواپا، روسيې او چين په سفر وتلی او په تېرو دوو ورځو کې يې د ناټو چارواکو سربېره د اروپايي ټولنې له استازو سره د افغانستان سولې په موضوع پراخې خبرې کړي دي.

د ناټو سرمنشي يسن سټولټنبرګ له زلمي خلیلزاد سره له ليدو وروسته په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د افغانستان سولې په اړه د هر ډول هوکړې ملاتړ کوي او دوی هڅه کوي، چې افغانستان کې د سولې لپاره زمينه برابره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د