غزل/ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

بیا د رقیب هلیکوپټرې ګرځي
جانان ته ووایئ چې لرې ګرځي

سترګې دې دومره ډېرې مۀ ګډوه
زړۀ کې مې سل رنګه خبرې ګرځي

په تا که دوه درې هلکان مئین دي
زما هم شل دانې دلبرې ګرځي

خدازده دا څنګه خدای وهلي یُو موږ
چې مو لاسو پسې ډبرې ګرځي

ووړکي به خود لکه بازان تاوېږي
چې جینکۍ لکه کوترې ګرځي

هغه چې چا خیرات کې نۀ پرېښودل
اوس پسې لس دولس رنجرې ګرځي

تۀ وایې موږ خو غریبان خلک یُو
د “خدرخېل” نو څۀ موټرې ګرځي

ـــــــــــــــــــــــــــــ

۱۳۹۸/۶/۲۸

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د