امريکا او اروپايي تولنه د سولې خبرو بيا پيلېدو ته خوشبينه دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره د سولې خبرو په بيا پيلېدو غږېدلی دی.

خلیلزاد په بروکسل کې تېره ورځ افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا، همدارنګه د فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروې، برتانيا، او د ملګرو ملتونو له ځانګړو استازو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه خبرې کړي ډي.

له يادې ناستې وروسته په ګډه اعلاميه کې راغلي، د افغانستان کشاله يوازې له سوله ييزې لارې حل کېدای شي او ژمنه يې کړې، چې ټول لوري بايد د افغانستان تلپاتې سولې لپاره زمينه برابره کړي.

د امریکا او اروپايي هېوادونو استازو ټينګار کړی، چې د بين الافغاني خبرو لپاره هم بايد هلې ځلې وشي او افغانستان کې د تاوتريخوالي کمول يې د سولپاره اړين بللي دي.

د تېر سپتمبر مياشت په اتمه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې او بهانه يې دا وه، چې طالبانو په کابل کې يو امريکايي عسکر وژلی دی.

د ټرمپ له پرېکړې وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې دوی نور له طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

خو له تېرو څو ورځو راهيسې، چې يو ځل بيا د سولې خبرو لپاره هيلې راټوکېدلي، امریکا، چين، روسيې او اروپايي ټولنې له طالبانو سره د سولې خبرو پيلولو لپاره هلې ځلې پيل کړي، ورسره د ګډ حکومت چارواکو هم يو ځل بیا د سولې خبرو د بيا پيلېدو هرکلی کړی دی.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني ويلي، که دی يو ځل بيا بريالی شي، په لومړۍ اونۍ کې به له طالبانو سره خبرې پيل کړي، په داسې حال کې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو پر مهال يې هم ورته ژمنه کړې وه، خو له بريا وروسته يې لومړی له امريکا سره امنيتي تړن لاسليک کړ او د ګډ حکومت په پنځه کلنه دوره کې تل د سولې هڅو په سبوتاژ کولو تورن شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اروپا تر امريکا د اسلام سره په دښمنی کی مخکی ده او هيڅوخت به پخلپه خوښه په ګران افغانستان کی د طالبانو راتګ او اسلامی نظام ونه منی مګر په زوره ، دوی به تر پايه دا هڅه وکړی چی خپل غلام جاسوسان څه ناڅه په طالبانو ومنی او خپل وفاداره او زهرجن ماران د دی سپيڅلو په لستوڼو کی ځای کړی . دا زمونږ د مبارک دين او د ګران افغانستان دښمنان دی دا پوره زړو ته واچوی چی طالبان کرام به تر هغه د دوی د غلامانو سره مذاکرات ونکړی تر څوچی توافقنامه نوی لاسليک شوی او تر… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

عجیبه ده دنری د سر سخته کافرو( چین، روس، ناروی امریکا او…) سره کشینم، خبری او مشوره یی اورم او بلنه یی منم خو د خپل ورور او افغان سره نه کشینم. دادی منطق که هغه ته د امریکی سلاح او پیسی را روانی دی نو تاته بیا د روس او چین کافرو پیسی او سلاح را روانه دی.تاسو باور وکی چی په ولس کی منفور یاست زکه تاسو کوم پوهنتون، کومه جامع، کوم مکتب، کوم مسلکی انسیتیوت، کوم تحقیقاتی مرکز، کوم پل، کوم بند، کوم سرک، کوم تجارتی بین المللی تفاهمنامه او کوم…. په خلپه توره دوره کی یا… نور لوستل »