لندن: په يوه لارۍ موټر کې ۳۹ مړي موندل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل):د برتانيې پوليس وايي، د پلازمېنې لندن ښار ختيځ لور ته په يوه صنعتي پارک کې يې په يوې لارۍ موټر ۳۹ مړي موندلي او مشکوک سړی يې هم نيولی دی.

د برتانيې رویټرز خبري اژانس ليکلي، دا لارۍ له بلغاريا روانه وه او برتانيې ته داخله شوې وه.

پوليس وايي، د شمالي ايرلنډ اوسېدونکی ۲۵ کلن موټر چلوونکی يې نيولی دی او تر وروستيو څېړنو به د پوليسو د پوليسو په بند کې وي.

د پوليسو ځايي مشر انډريو مارينر ويلي: «موږ د مړو شوو خلکو د هويت پيژندلو په لټه کې يو او کېدای شي دا کار وخت ونيسي.»

لندن کې د بېړنيو خدمتونو اداره وايي، له لندن ښار څخه نږدې شل ميله لرې «واټر ګليډ» صنعتي پارک څخه يې په يوه کانټينر کې دا مړي موندلي دي.

تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي ترلاسه شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د