
ليکوال: م.عطاءالله مبارز
د امريکايي اولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې خبرو له ځنډ وروسته، اوس يوځل بيا د خبرو د پيل هڅې شروع شوي دي، په دې برخه کې د امريکا د بهرينو چارو وزارت ځانګړی استازي او طالبانو سره د مرکچي پلاوي مشر، زلمي خليلزاد، يو ځل بيا سيمې ته سفرونه پيل کړي دي.
دغه راز په دې وروستیو کې لوړپوړو امريکايي چارواکو افغانستان او سیمې سفرونه ډېر کړي دي. په یوه اوونۍ کې پرلهپسې د امریکايي چارواکو راتګ حتماً کومې خبرې لري، خو نه حکومت غواړي چې له دې خبرو څوک خبر شي او نه هم امریکا، خو تر شا یې حتماً موخې نغښتي دي.
تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې “ايلس ولز” له سفر دری ورځې وروسته، د امریکا دفاع وزیر “مارک ایسپر” کابل ته راغی. دې سره هممهاله د امریکا د کانګرېس مشره “نانسي پلوسي” او ځینې غړي افغانستان ته راغلل.
د سياسي مبصرينو په نظر امریکا په افغانستان کې د داسې سولې هڅې کوي، چې امریکايي ګټې خوندي کړي، طالبانو سره جګړه کې د دوی ماته پټه کړي او دغه راز نړۍ ته په افغانستان کې د دوی د ماتې تصویر وړاندې نه شي، له همدې امله له یوه اړخه د سیاسي جوړجاړي خبره کوي او له بله لوري پر خپلو اهدافو ټینګار کوي.
خو طالبانو څو ځله د سياسي جوړجاړي له پاره خپله پالیسي او دريځ څرګند کړی، چې ټول اشغالګر عسکر به افغانستان څخه ووځي او دغه راز یې داهم واضحه کړې، چې له امريکايی له لوري سره تر موافقې وړاندې، د راتلونکي افغانستان پر سر بين الافغاني ډيالوک بې ګټې دی او دوی حاضر نه دي، چې ګډون په کې وکړي.
دغه راز د ځينو سياسي کارپوهانو په وينا امریکا غواړي چې طالبانو سره د توافق په صورت کې یوه لنډ مهاله اداره رامنځ ته کړي او د ميزان په (۶مه) نيټه ترسره شوې اولسمشریزې ټاکنې بې پايلې اعلان شي. او همدا لامل دی چې امریکايی چارواکي يوازې د بايوميترک شويو رايو په اعتبار ټينګار کوي، او ټاکنو کې د خلکو د کم رنګه ګډون له امله که غير بايوميترک شوې باطلې شي، ټاکنې ګتونکی نه لري او دوهم پړاو ته ځي.
او دا خو څرګنده خبره ده، چې د افغانستان خراب اقتصاد، ژمی، د حکومتي نهادونو بې کفايتي او نا امني دا نه ايجابوي، چې دوهم پړاو ټاکنې له پسرلي وړاندې وشي، تر راتلونکي پسرلي به امریکا د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره نه یوازې وخت ولري، بلکې که د لنډمهالي حکومت په جوړېدا توافق وشي، په اسانۍ سره یې عملي کولی شي.
Don’t worry if you want or not the result will announce and the president for next round would be Ghani, please pass this message to your lord Punjab administration as they are too worry about this, the message is clear and the youths are aware
The results of this drama election will be announced
But who’s going to accept that
؟؟؟؟؟؟؟
Punjab and your paymaster may want this
Thug
But the people of Afghanistan did say no to all puppets on the Election Day
They turnout was very very poor
And that was the big NO to this drama
Punjab love this thug because he is the one who did compromise on D/ line
His days are numberd
And Afghans have more than enough from this Americans dog
????
طالبان باید له خلیل ذاده ضمانت وغواړی چه دخبرو او کړنو صلاحیت لری او که نه که به بیا دترمپ یو تویت ټوله معادله ګډوډه کړی دا به شه نه وی