دردمنه ننګرهاره

 عبدالجلیل عمر

نن ړنګ دې سپین بهار شو کړیدلی ننګرهاره
اخ چا په زړه زخمي کړې سوځېدلی ننګرهاره

محراب په وینو رنګ، ملا امام هم شهید شوی
بـمبـار دې مسـاجـد شـول ځـوریدلـی ننګرهاره

غوغا ده، شور چغار دی هر یو کور کې ویر ماتم دی
شهیـد جـومـات مـمبـر دی دردېدلـی ننـګـرهاره

حـریـم دې یـرغمل دی د خزان ږلۍ پرې شوې
ګلاب د پـسـرلـي دې رژ ېدلی ننـګرهـاره

له غم ډکه صحنه ده هرې خوا ته ویر غوغا ده
دا سپـین وجـود دې اور کې وريتېدلی ننګرهاره

څه سوي سوي کريغي ستاله غيږې پورته کيږي
د پلار په غم يتيم دی ژړېدلی ننګـرهاره

عـمـر عبـدالجـلـیله خـوږ ننګرار دې غم ځپلی
بهـار تـه دې نـقـصـان سخت رسېـدلـی نـنـګـرهـاره

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د