
زما په اوښکو کې د کونډې ناوې شال رپيږي
پير محمد کاروان
د زړه پر پاڼه مې واړه واړه مېږیان ګرځي
یو لوی ارمان لري په څار د سلیمان ګرځي
زمونږه ژوند د تښتېدلې ښاپېرۍ په شانې
پسې مرګی لکه د دېوِ تُرابان ګرځي
رانه د سولې سپین وزري مرغان لرې لرې
لکه سپوږمۍ او لکه ستوري د آسمان ګرځي
زما د روح په ګړنګونو کې خوره ازانګه
د هسکې مېنې د جومات د مات اذان ګرځي
زما په اوښکو کې د کونډې ناوې شال رپي
په حافظه کې مې شهید ژڼی روان ګرځي
ربه د سولې پاغوندې پاغوندې واوره یې کړې
بیا د سپین غر په سر د سرو وینو باران ګرځي
مخ یې د امن خواته واړوه د مینې ربه
په سرو لمبو کې به تر څو افغانستان ګرځي
۱ عقرب ۱۳۹۸ هجري شمسي کال کابل