د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني له خپلې دندې استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني له څو کالو جنجالونو وروسته نن له خپلې دندې استعفا ورکړې او د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت کار کول يې له ستونزو ډک بللي دي.

نوموړی د ګډ حکومت په پيل کې د بهرنيو چارو وزير ټاکل شوی و، درې کاله وړاندې د ولسي جرګې له لوري سلب صلاحيت شوی و، خو نوموړي بيا هم خپلې دندې ته دوام ورکاو او ويلي و، چې د چا پلار يې هم له دندې نشي لرې کولی.

نوموړي نن رسنيو ته په خپل لېږل شوي استعفا ليک کې د ګډ حکومت پر مشر نيوکې کړي، چې له ده سره يې له کرکې او تعصب ډک چلند کړی او په حکومت يې موازي بنسټونه جوړ کړي دي.

ښاغلی رباني وايي، پنځه کاله يې د ملي وحدت د ساتلو په ګډ حکومت کې ګزاره وکړه، خو زياتوي، چې نور نشي کولی خپلې دندې ته دوام ورکړي او تر دې وروسته غواړي د خپلو خلکو سره وخت تېر کړي او خدمت يې وکړي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني جاپان کې دی، تر اوسه يې د صلاح الدين رباني د استعفا په اړه څه نه دي ويلي.

د ارګ سرچينې وايي، ولسمشر غني، چې له جاپانه راستون شي، د صلاح الدين رباني د استعفا په اړه به خپله پرېکړه اعلان کړي.

صلاح الدين رباني د پخواني جهادي رهبر او ولسمشر برهان الدين رباني زوی دی، د خپل پلار له وژل کېدو وروسته د جمعيت اسلامي ګوند مشر ټاکل شوی و او د ګډ حکومت له پيله د بهرنيو چارو وزير و، چې نن يې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام علیکم؛ دا ډیر هوشیار ګوډاګی دی. په نیمه خبره یی سر خلاص سوو او حقیقت یی درک کی چه د بل کټ تر نیمو شپو دی او پوه سو چه دا د ظلم او ستم بیړی نور په غرقیدو ده نو هسی خپله به خیانت او چل لوول پیداکړی دارایی نور نو تر یو امن ځایه رسوه.که غنی ګوډاګی او د بیګانوو.لاسپوڅی کښنی. هم ده ته نور ځای نه شته. او که صلح راشی نه چه حساب کتاب راسره وشی. مرغ کم مواد فضوله شی کم. اوس باید څارنوالی ته معرفی او ممنوع الخروج اعلان سی.