ناټو: له امریکا سره به يو ځای له افغانستانه وځو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ويلي، دوی له امریکايي عسکرو سره يو ځای افغانستان ته راغلي او يو ځای به ورسره وځي.

ښاغلي سټولټنبرګ نن د بجليم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو دفاع وزيرانو غونډې ته په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې ناټو لپاره د افغانستان سوله لومړيتوب دی او هڅه کوي، چې سولې ته زمېنه برابره کړي.

هغه زياته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي، په افغانستان کې ځان لپاره خوندي مرکزونه پيدا کړي، خو دوی به يې له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډه مخنيوی وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ يې په بروکسل کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره هم د سولې په اړه خبرې کړې وې او ټينګار يې کړی و، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.

سټولټنبرګ له خلیلزاد سره د سولې په اړه خپله ناسته ګټوره بللې وه او ويلي يې و، چې ناټو د سولې په اړه د هر ډول هوکړې ملاتړ کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د ناتو غلام مشر دخندا ډکه همدا خبره ځو ځلی مخکی هم کړی. امریکا او اروپا دواړه د نظم نوین جهانی د قوماندی لاندی د مشر او کشر غلام په حیثیت کړنی ترسره کوی نظم نوین چهانی بل نوم نړیوال استعمار دی د نړی ټول بیلونران پکی غړیتوب لری متعدد استعماری قدرتونه پکی حذف شوی زیات قدرت یی انګریزانو، فرانسویان او امریکایانو په لاس کی یعنی سیاسی بیس یی لندن او باریس نظامی او استخباراتی بیس یی امریکا او پایتخت یی اسراییل یا طلبیب کی دی . امریکا ته دنده ورکړی شوی چه طالبانو سره په روغه جوړه یی یو… نور لوستل »