افغانستان

«افغان حکومت له مختلفو لورو تر ۱ یو میلیار ډالرو زیات پور اخستی»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): له کابل څخه خپرېدونکې ورځپاڼې «هشت صبح» لیکلي، چې د کابل حکومت له مختلفو هیوادونو او سازمانونو تر یو میلیار او ۱۹۰ میلیونو امریکایي ډالرو زیات پور اخستی.

هشت صبح ته رسېدلي اسناد ښيي، چې دا پورونه له مختلفو هیوادونو او سازمانونو د پراختیایي پروژو د تطبیق په نامه اخستل شوي او د شوي تړون له مخې افغان حکومت اړ دی یاد پورونه د قسطونو په ډول له سود سره یو ځای مالکانو ته وسپاري.

راپور زیاتوي، چې یاد پورونه د پراختیایي پروژو د عملي کولو په موخه افغان حکومت ته سپارل شوی او د روان لمریز کال ترپایه یې باید ۱۱۲ میلیونه ډالر بیرته اداء شي.4

د راپور له مخې، پورونه په تېرو شپاړلسو کلونو کې د نوي او زاړه حکومت په مهال له نړیوال بانک، د پیسو له نړیوال صندوق، اسلامي بانک ، سعودی‌فند، د اسیا له پراختیايي بانک، ایتالیا، بلغاریا، کویت فند او اوپک په ګډون له مختلفو لورو اخستل شوی او تر دې دمه یې حکومت ډېره کمه برخه اداء کوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې حکومت ۸۹۶ میلیونه ډالر له روسيې او تر ۱۰ میلیونو زیات له ایران اخستي؛ چې تر دې دمه یې هيڅ اداء کړي نه دي او د روسیې له لوري د وربښل کېدلو په تمه دی.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د پخواني ولسمشر «حامد کرزي» د دفتر رییس هم په همدې تړاو خپله خواشیني څرګنده کړې وه او پورونه اخستل یې له راتلونکي نسل سره جفا بللې وه، نوموړي په ټویټر لیکلي وو « زموږ معلومات داسې وایي، چې افغان حکومت د پورونو اخستل پیل کړي، دا کار د افغانستان له راتلونکي نسل سره ستره جفاء ده، په دې خراب وضعیت کې د پور پیسې غلا کېږي او اخستونکي یې په خارج کې خپلو کورونو ته ځي او هغوی چې دلته پاتې کېږي مجبور دې دا پورونه اداء کړي».

ګډ حکومت په رسمي ډول تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

دا ده افغانانو حكومت نه ده
ده امريكيانو ده كابل اداره ده
افغانان دا نه مني او نه به دا قرضي وركي
دوي احمقاندي سي غلو ته قرضه وركوي
له باداره ي ده دهغي قرضي غوشتنه كوه لاي سي
حق هم لري
خو نه له افغانانو سخه
مونز ي نه منو
او نه ي به مونز حق كيزي

جميل

دا خو تياری پيسی دی ولی به يی نه اخلی ، دا غلو روزلی غله د مکتبو ، د يتيمانو ،…..، او بيوزلو پيسی لا غلا کوی ، د هيواد هرڅه پر هرچا په کمه بيه پلوری ، د خپلو ښځو پوړنی او خښتګان به لا وپلوری .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x