افغانستان

طالبان وايي پروان کې يې اته امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو وايي تيره شپه يې په پروان ولايت کې د امريکايي عسکرو په قطار درنه چاودنه کړې ده او اته امريکايي عسکر يې وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې تيره شپه يې د پروان ولايت مرکز اړوند صيادان سيمه کې د امريکايي عسکرو د ګزمې په موټرو چاودنه کړې ده چې په نتيجه کې يې اته امريکايي عسکر وژل شوي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

مجاهد وايي چې په دغه چاودنه کې د امريکايي عسکرو دوه ټانګونه هم په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې په امريکايي عسکرو د طالبانو وسله وال بريدونه او د ماينونو چاودنې زياتي شوي دي چې له امله يې امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي.

څو ورځې وړاندې هم طالبانو د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه امريکايي عسکر وژلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

الحمد لله
آفرين طالبانو دا ظالمان داسی وژنی چی د ژوندو څخه يی له ډيری بيری اوربند او د غلامانو سره يی مذاکرات ګرسره هير شی او يو ناڅاپه زمونږ د ګران هيواده وتيښتی .

اجمل

حمیل ته: هیواد نه خو تاسی وتښتیدی د بیم ۵۵ په زور. اوس چی پنجابیانو مسلح کړی یاست بس ځان وژنه نور څه نشی کولای. کله چین، کله روس او کله هم ایران ته منډی وهی. عزر او زاری مو شروع کړی امریکایانو ته چی راځی بد مو کړی مذاکرات بیا شروع کړو. چی سل ځله مذاکرات وکړی چی حکومت پکی نوی قصه مو مفته ده.

مجاهد

ټرمپ لیونی ته که خبل عسکر دومره ګران وی چه د یوه عسکر په وژنه یی د یو کال توافق شوی مذاکرات لغوه کړل چه له امله یی په لسګونه امریکایی او سلګونه غلام عسکر پرله بسی وژل کیږی ، ترمپ به د دوی د پاره کوم بل مذاکرات لغوه کوی؟ ترمپ خو د نورو امریکایی او غلام عسکرو وینی وبهیولی یعنی له دواړو کرکه لری ځکه یی هغه مذاکرات لغوه کړل که هغه مذاکراتو مخ راوړی وی د دغو نورو امریکایی او غلامو عسکرو د وژلو مخه به نیول شوی او د مالیه ورکوونکو د بیلونو ډالرو مخه به… نور لوستل »

عبدالله

افسوس ستاسو په حال چی د کاله تقریبا ۵۰ کافر وژنی او په زرهاوو زرهاوو مسلمان افعان ملت شهیدوی. په دنیا کی دری ستر کفری هیوادونه دی تاسو له له درو سره کباب او پانتا وهی خو خپل ورونه منافق او غلام یادوی. منم چی زینی جاسوسان او غلامان شته لکه په تاسو کی. ملت ته دواره غلامان، خاینین او قاتلان یاست. که تاسو سره جور سی نور خیر خیرت دی خو افسوس چی د بل د گتو لپاره تنکی زوانان هر ورز په لسهاوو حتی سلهاوو قتل کیژی. هغه د قهرمان صاحب خبره تاسو د سور بریتو سره په… نور لوستل »

جميل

عبدالله !
که يوڅه اسلامی علم مو درلودای خامخا به مو منافقين پيژندلای ، او که د افغانستان او نوری نړی په تاريخ يوڅه پوهيدلای خامخا به مو غلامان او خائنين هم پيژندلی وای .
منافق هغه دی چی په خوله او په ظاهره مسلمانانوته ځان مسلمان ښيی خو د اسلام او مسلمان په خلاف د کفارو سره جوړ جاړی او مرسته يی کوی ، غلام او خائن هغه دی چی د خپل ولس سره ظلم او جفا کوی خو د پرديو اشغالګرو تعظيم او وفا ورسره کوی .

عبدالله

ایا طالبان اوس د چین روس سره نوی یاری نه کوی؟ ایا طالبانو ته چین او کافره روسیه اسلحه او پیسی نه ور کوی؟ ایا طالبان د امریکی پلان غیر مستقیم د پاکستان پر لاس نه تطبیقوی؟ ایا طالبانو بیگناه خلگ په مسجد کی نه دی شهیدان کری؟ عجیبه ده چی حکومت یی کوی جمیل لالا یی ظلم، خیانت، غلامی، بی دینی بولی خو چی طالبان یی کوی بیا د دین پتنگان یی بولی. جمیل! د خدایه وبیریژه ظلم قتل نه تاته روا دی نه حکومت ته نو ته ولی سر نه خلاصوی؟ ته طالب نوم یادوی زه ملا برادر… نور لوستل »

اجمل

ګوره اته به نوی دا به اتیا(۸۰) کسان وی. لږ له سره پری رپورټ جوړ کړی.

جميل

اچمل ته اچمله ! امريکا د بی ۵۲ سره په تيښتی کی ده ، مجاهدين الحمدلله تر نيمی ډيره خاوره په تسلط کی لری ، په تور لينګيو پاکستايانو کی دومره غيرت نسته چی د امريکی په خلاف دی څه وکړی ، پاکستان که څه هم افغان؟ غلام دولت غوندی په پوره ډول د امريکی غلام ندی خو بيا هم د هغوی مزدور دولت دی . طالبان کرام د امريکی د مخالفو هيوادو له لوری دعوتيږی ، طالبان کرام بيله خپل خالقه بل چاته زاری نکوی او نه يی هم دبل چا څخه د مرستی غوښتنه کړیده او اړينه يی… نور لوستل »

عبدالله

### ته هم کشینی زان ته عالم وایی د شریعت د نگاه خخه ستا دا خبره غلطه ده. موژ دا نه وایو چی خدایه ته مو د ملا منصور## سره را حشره کره بلکی داسی وایو چی الهی تو مو هغو کی حساب کری چی ستا ددین واقعی مدافعین او تطبیق کوونکی وی او تاته خوش وی. بله دا چی امریکی تقریبا ۱۹ کاله ظلم وکر، عام خلگ او تاسو یی قتل کرلاست، معادن یی چور کرل خپل تر نفوذ لاندی حکومت یی حاکم کر نور نو امریکه دلته سه کوی؟ غله دی خپل کار یی وکر نور نو خود… نور لوستل »

جميل

عبدالله ته عبدالله خانه! ستاسو اخلاق ستاسو په تبصره کی ستاسو تر نوم لاندی د سانسور شوی ټکو څخه له ورايه ښکاری چی د غلام دولت ښکنځلمار ياست ، بل داچی زه وياړم چی د دين د دښمانو له خوا وښکنځل سم ، زه به صبر وکړم او د خپل خالق څخه يی د اجر هيله لرم . ۱ـ د حشر پر ميدان به خلګ فرقه فرقه ولاړ وی ، هر مسلمان دا خواست کوی چی د قيامت په ورځ د نبيانو ، صديقينو ، شهداء او صالحينو سره حشر سی . ۲ـ هيڅ شواهد نسته چی طالبانو دی کوم… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x