ورزش

د پاکستان کرېکټ بورډ خپل لوبغاړي په ټي ټين ليګ کې له لوبېدو منع کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ خپل هغه لوبغاړي چې په نړيوالو او کورنيو لوبو کې ګډون کوي په ټي ټين ليګ کې له لوبېدو منع کړل.

د ټي ټين ليګ دويم پړاو سيالۍ د نومبر مياشتې په ۱۵مه نېټه د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پېل کيږي او د همدې مياشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ که څه هم خپلو لوبغاړو ته پخوا په ياد ليګ کې د ګډون اجازت ورکړی و، خو د سريلانکا پر وړاندې په شل اوريزو سياليو کې په ۳-۰ ماتې او د نوي لوبغاړو وړاندې کولو په پار خپل لوبغاړي په ياد ليګ کې له لوبېدو منع کړل او دوی ته يې د اجازت سند ورنکړ.

کرېکټ بورډ وايي، د قايد اعظم جام سياليو اووم او لسم پړاو سيالۍ چې د راتلونکې نومبر مياشتې په ۱۱مه نېټه پېل کيږي او د ديسمبر تر ۱۳مې نيټې دوام کوي، غواړي خپل لوبغاړي د نورو ليګونو په پرتله په خپلو کورنيو سياليو کې ولوبوي.

د ټي ټين يا لس اوريزو ليګ سياليو لومړی پړاو په ۲۰۱۷م کال کې ترسره شو، چې له هغه وروسته په ۲۰۱۸م کال کې د کرېکټ نړيوالې شورا دغه ليګ تصويب کړ.

په ياد ليګ کې د ګڼ شمېر نړيوالو لوبغاړو په ګډون بېلا بېل افغان لوبغاړي هم لوبيږي، چې د ۲۰۱۷م کال په لومړي ليګ کې د محمد شهزاد چټکه ريکارډي توپوهنه لا هم ددغه ليګ د سر ټکی دی.

د ټي ټين ليګ په دويم پړاو کې ۸ افغان لوبغاړي اخيستل شوي چې په لاندې ډول دي:

محمد شهزاد، نجيب ځدران، شاپور ځدران، ظاهر خان، کريم جنت، ګلبدين نائب، شفیق الله شفق او حضرت الله ځاځی. که له دوی څخه د ویسټ انډيز پر وړاندې سیالیو لپاره لوبغاړي په ملي لوبډله کې شامل شول وبه نشي کړای په یاد لیګ کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده چې ددې لیګ په لومړي پړاو کې لوبیدلي لوبغاړي راشد خان او مجیب ځدران نه دي اخیستل شوي، دوی به د ویسټ انډيز پر وړاندې سیالیو لپاره د ملي لوبډلې سره یوځای وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x