د چین او امریکا سوداګریز کړکیچ؛ ایپل خپل نوي ايفون مبایلونه د چین پرځای هند کې چمتو کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا مشهور شرکت ایپل اعلان کړی چې له دې وروسته به خپل نوي ايفون مبایلونه چې تر دې دمه یې په چین هېواد کې چمتو کول له دې وروسته په هند کې چمتو کوي.

ایپل شرکت په هندوستان کې په لومړي وار د ایفون ایکس آر چمتو کېدل پېل کړل او ددې د پلور نېټه یې هم په ډاګه کړه، دوی به په هندوستان کې خپل چمتو شوی ایفون ایکس آر مبایل په ۲۱ اکتوبر د پلور لپاره وړاندې کړي.

ویل کیږي چې ددغه مبایلونو بیه به په امریکا کې د چمتو شویو مبایلونو په پرتله کمه وي، خو که د چمتو شوي ایفون ایکس آر مبایل بیې ته چې «۷۰۰» ډالره ده وکتل شي د پخواني په پرتله کمه نه ده، د ایفون ایکس آر امریکایئ ۶۴ جي بي نسخې بیه «۷۴۹» امریکایي ډالره ایښودل شوې وه.

له امریکا وروسته چین دویم هېواد و چې په لوړه کچه یې د ایفون مبایلونو تولید کاوه، خو اوس امریکا چین سره د سوداګریزې سیالۍ او کړکیچ زیاتېدلو ته په کتلو سره د ایفون مبایلونو چمتو کولو لپاره هندوستان کې شرکت پرانیستی دی.

شونې ده د هند سربېره ایپل شرکت په نورو هېوادونو کې هم د ایفون چمتو کول پېل کړي، دوی باور لري چې تایوان، ویتنام، میکسیکو، اندونیزیا او مالیزیا داسې هېوادونه دي چې دوی به په کې په راتلونکي کې ایفون چمتو کول پېل کړي.

د ایفون ایکس آر مبایل د ۲۰۱۸م کال په ستمبر میاشت کې د دوه نورو مبایلونو (ایفون ایکس اس، ایفون ایکس مکس) سره یوځای د خرڅلاو لپاره وړاندې شول چې په زړه پورې ځانګړتیاوې یې درلودې، ددې غوره ډیسپلی او داخلي سیستم د مینوالو د پام وړ ګرځېدلی و چې په ټوله نړۍ کې په ملیونونو نسخې وپلورل شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د