افغانستان

نيويارک ټايمز: هلمند کې پنځه امریکايي عسکر ټپيان شوي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو توغنديز برید پنځه امریکايي عسکر ټپيان کړي دي.

د نيويارک ټايمز په وينا طالبانو د امریکايي عسکرو پر مرکز توغنديز برید کړی، چې امله يې پنځه عسکر ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت رسنیز دفتر تر اوسه هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

امريکايي ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په لښکرګاه کې د امریکايي عسکرو پر مرکز ۶۵ توغندي ورولولي وو.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی و او ويلي يې و، چې هلمند کې يې د امريکايي عسکرو  پر«بوسټ زون ۵۰۵» پوځي اډې ۶۵ توغندي توغولوي او لسګونو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خر ګفت و خر ک.. باور کرد .
چی څومره نور به ژوبل شوی او څومره به مردار شوی وی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x