نړۍ

سوريې بحران: ټرمپ پر ترکيې لګېدلي بندیزونه پورته کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سوريې شمال کې د اوربند له امله د ترکيې ستاينه کړې او پر دغه هېواد يې لګېدلي بنديزونه پورته کړي دي.

ټرمپ ويلي، د امریکا د ماليې وزارت ته يې امر کړی، چې پر ترکيې لګېدلي بنديزونه پورته او د ترکيې حکومت ته يې هم ويلي، چې بايد اوربند ته ژمن پاتې شي.

د اکتوبر په څوارلسمه د امریکا ماليې وزارت د يادو عملیاتو له امله د ترکيې پر کورنيو، دفاع او انرژي وزارتونو بنديزونه ولګول، خو اوس يې يو ځل بيا دا بندیزونه پورته کړي دي.

د روانې اکتوبر مياشتې په نهمه امريکا د سوريې په شمال کې د امریکا متحدينو کردي ملېشو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي وو او اعلان يې کړی و، چې له سيمې د کردې ملېشو تر بشپړې پاکسازۍ به دغه عمليات روان وي، خو له يوې اونۍ عملياتو وروسته د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ترکيې پلازمېنې انقرې ته ولاړل، هلته يې له ولسمشر رجب طیب اردوګان او نورو چارواکو سره د اوربند په اړه خبرې وکړې.

اردوګان د يوې اونې لپاره د سوريې په شمال کې د کردي ملېشو پر ضد عمليات وځنډول او خبرداری يې ورکړی و، که تر پنځو ورځو پورې ټولې کردي ملېشې له سيمې ونه وتلې، ترکي پوځيان به يو ځل بيا په سيمه کې عمليات کړي، خو د راپورونو له مخې د ترکيې ضد کردي ملېشې د امريکا په ضمانت له سيمې وتلي دي.

د امریکا ولسمشر د سيمې له هېوادونو هم غوښتي، چې ترکيې او سوريې سره د سرحدونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي او ټينګار يې کړی و، چې د امریکا د تړون له برکته د زرګونو خلکو ژوند ژغورل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x