روغتیاویډیو

د انار پرې کولو تر ټولو اسانه لار – ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لوم، ۱۳۹۸ل): انار د نړۍ یو له داسې میوو څخه شمېرل کیږي چې نږدې هر روغ او ناروغ وګړي یې خوړلی شي او په هر عمر کې روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي.

خو سربېره پر دې انار یو له هغو میوو څخه هم دی چې په سمه توګه پرې کول یې ستونزمن کار دی، په عام ډول پرې کولو سره ددې دانې اخوا دیخوا پریوزي او اوبه یې هم شیندل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو او نورو ویدیویي شبکو کې ګڼ شمېر ویدیوګانې شتون لري چې د انار پرې کولو لارې په کې ښودل کیږي، خو په ټولنیزو رسنیو کې اوسمهال یوه نوې ویدیو ترلاسه شوې چې یو کس په ډیره اسانه او تخنیکي لاره انار پرې کوي، دغه ویدیو له ۳ ملیونو څخه زیاتو کسانو لیدلې ده.

د انار پرې کولو ویدیو:

https://twitter.com/engineeringvids/status/1185566547722395648?s=20

په افغانستان کې کندهاري انار د ښه خوند او نورو ځانګړتیاو له امله په نړۍ کې ځانګړی نوم لري، افغانستان کې هر کال زرګونه ټنه انار حاصلات کیږي چې د پاکستان، عربي اماراتو، هندوستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته یې هم صادرات کیږي.

انار له ویټامن (C) ویټامن بي فایو (B5) پوټاشیم او فایبر موادو څخه برخمنه میوه ده، آن چې د انار په داخل کې سپین پوستکی هم یو شمېر ګټې لري، دغه خوندوره میوه اکسایډ ضد او د باکتریاو له منځه وړلو خوبیانې هم لري.

د انار یو شمېر ګټې:

انار کولای شي تاسې له چاغوالي وژغوري، اضافي کولیسترول له منځه وړي، بدن کې مو د وینې کمښت پوره کوي، هاضمې سیستم غوره کوي، له فالج او ګوزڼ مو ژغوري، د سرطان مخنیوی کولای شي، ذهني روغتیا پیاوړې کوي او آن د بندونو او هډوکو دردونه هم له منځه وړلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx