ورزش

اروپا اتلانو لیګ: برسلونا، چیلسي، ریال مدرید او لیورپول لوبډلو بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ د ګروپي سیالیو په شپږمه ورځ ۱۶ نورې سیالۍ ترسره شوې چې په کې سترې لوبډلې برسلونا، چیلسي، ریال مدرید او لیورپول د خپلو سیالانو پر وړاندې بریالي شول.

د اروپا اتلانو لیګ ۳۲ لوبډلې په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي، په ای ګروپ کې پاریس سان جرمان لومړی، په بي ګروپ کې بایرن میونیخ لومړی، په سي ګروپ کې مانچسټر سیټي لومړی، په اي ګروپ کې له لیورپول وړاندې ناپولي لومړی، په ایف ګروپ کې برسلونا، په جي ګروپ کې آر بي لیپزیګ او په وروستي یا ایچ ګروپ کې له ایاکس وړاندې چیلسي لوبډله په لومړي نمبر ده.

د اروپا اتلانو لیګ په دریمه ورځ د ۳۲ لوبډلو ترمنځ ۱۶ سیالۍ ترسره شوې چې په کې د ځوان لوبغاړو شمول ډوله لوبډله «ایاکس» د چیلسي پر وړاندې ماتې وخوړه.

هغه سترې لوبډلې چې د سیالانو پر وړاندې یې بریا خپله کړه په لاندې ډول دي:

اتلاتیک مدرید لوبډلې د جرمنۍ لوبډلې «بایر» پر وړاندې له په زړه پورې لوبې وروسته په ۱-۰ بریا خپله کړه، په بایر لوبډله کې افغان تبعه لوبغاړی ندیم امیري هه ولوبېد.

مانچسټر سیټي لوبډلې خپلې سیال اتلانتا ته په ۵-۰، ریال مدرید له سختې لوبې وروسته ګلاتسري ته په ۱-۰، بایرن میونیخ اولمپیاکوس لوبډلې ته په ۳-۲، پاریس سان جرمان کلب برج لوبډلې ته په ۵-۰ ماتې ورکړه.

په نورو لوبډلو کې چې بریا یې خپله کړه انګلستان لوبډله ټوتنهام هاټسپر، د رونالډو لوبډله یوونتوس، چلسي، برسلونا، ناپولي، لیورپول او ډورتمند بریا خپله کړه.

د برسلونا او سلاویا پراها ترمنځ په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه، ددې سیالۍ په لړ کې لیونل میسي د اروپا اتلانو لیګ لومړی ګول وواهه، دغه سیالۍ په ۲-۱ د برسلونا په بریا پای ته ورسیده.

د یادونې وړ ده چې د اروپا اتلانو لیګ له شپږو ورځو څخه د څلورمې ورځې سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۵مه، ۶مه او ۷مه نېټه د ګروپي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x