افغانستان

کابل ښار کې د بادغيس امنيه قومندان ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کابل ښار په يوې حساسې او خوندي سيمه کې د بادغيس ولايت امنيه قومندان په يو وسله وال بريد کې وژلی دی.

دطالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وايي چې د بادغيس ولايت امنيه قومندان شريف الله چمتو يې نن غرمه د کابل ښار د کمپنۍ اړوند چهل متره سرک په شپږمه کوڅه کې په يو چريکې بريد کې وژلی دی.

شريف الله چمتو چې له پخوا راهيسې يې د افغانستان په امنیتي ارګانونو کې دنده ترسره کوله تردې وړاندې په جنوب کې د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان و او له تيرو دريو مياشتو راهيسې د بادغيس د امنيه قومندان په توګه ټاکل شوی و.

د کورنيو چارو وزارت هم منلې ده چې د بادغيس امنيه قومندان په کابل کې وژل شوی دی، ددې وزارت وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ويلي دي چې شريف الله چمتو د توفنګچې په واسطه وژل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ګڼ شمير مهم دولتي چارواکي او امنيتي کسان د نورو ولايتونو سربيره د پلازمينې کابل په ګډون په ځينو نسبتاً خوندي او حساسو سيمو کې د طالبانو له بريدونو لاندې راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

انا لله و انا الیه راجعون !!!!!!!!!! ډیر مجاهدین به حیران پاتی شی چه دی خبیث غلام په وژلو می ولی دغه مبارک ایت لیکلی ؟ دغه ایت باید د ښو خلکو په ناروغیو او یا مړینی کی یاد شی. ځواب : به دی کوچنی ایه مبارکه کی ډیر ژور او پراخ مفهوم نغشتی د ټولو مخلوقاتو په ځانګړی ډول د صاحب العقولو ( انسانانو او پیریان ) چه د ازموینی لاندی دی ، ابتدا او انتهی پکی چه له څه او چا خلق کړی یو او څرنګه خاتمه مومو او له مرګ وروسته به مو جسم چیری او روح… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x