نظــر

د اوضاعو له بدلون سره د پلانونو بدلون

داود وردګ

د يوه بد حالت څخه د ژغورنې لپاره خلک د يوه نوي بدلون ملاتړ کوي .

د بعثت څخه مخکي د جهل تيارې خپرې وي ، ظلم وو ، نو د اسلام د پيغمبر د ظلم او جهل څخه د خلاصون یوازینۍ لار وه ، ځکه خو اکثر هغه خلکو د اسلام دين قبول کا چې تر ظلم لاندې واقع و او دا چې د اسلام پيغام خدايي او د تل لپاره وو تر ننه پورې پاتي دی او پاتي به وي.

په غرب کې د کليسا د ظلم څخه خلکو بغاوت وکا او د فرانسې جمهوريت رامنځته شو، په روسيه کې د قيصر د ظلم او ستم څخه د خلاصون لپاره اشتراکيت را منځته شو؛ خو دا چې د غرب جمهوري او پانګوالي نظام د فردي ازادۍ اصل ساتلی نو تر اوسه پوري پاتي دی او په روس کې چې کمونستی نظام او اشتراکيت د فردي ازادۍ مخه نیوله په کمه موده کې له منځه لاړ.

په افغانستان کې چې د کمونستي نظام له راتلو مخکې افغانانو په نسبي توګه ارام ژوند درلود او د ملکي او خاني سيستم په کې رايج وو نو کمونستي او اشتراکي مفکوري وده د ټولنې په ټيټه طبقه کې ډیره وه ځکه چې دې طبقې د خپل ژوند پر مختګ د خانۍ او ملکۍ په منځه وړلو کې ليدلو ، او همدا وو چې د خلق او پر چم ګوند اکثر غړي د بي وزلو کورنيو څخه وو.

دا چې افغاني کمونستانو پر افغانانو ظلم او بربریت له پخوا پيل کړی وو او ولس تر پوزې ترې راغلی وو ، او خلقي رژيمونو هم ولس ته په هغو ژمنو کې ناکام پاتي شول چې ولس ته يې ورکړی وي نو ولس هم يو نوي بدلون ته اړتيا درلوده چې هغه مجاهدين وو چې سحنی ته له يوه نوي شعار سره رامخته شول او ولسي ملاتړ يې ورځ تر بلې زياتيدلو چې د روسي يرغل سره دا ملاتړ خپل اوج ته ورسيد ، چې په دې کې د کلي او ښار ، د مکتب او مدرسې واټن ته په کې د پای ټکی کېښودل شو.

دا چې د مجاهدينو قيادت ونه شوی کولی د ولس د هيلو سره سم يو داسې حکومت جوړ کړي چې دوی يې ژمنه کړي وه هماغه وو چې ولس هم تري نفرت وکا او د ولس ذهنا د يوه نوي بدلون په انتظار وو.

هماغه وو چې طالب د يوه نوي شعار سره راڅ ګند شو ، او ولس يې هم په ټول توان ملاتړ وکړ ، خو بيا هم طالب ونه شوی کړای ( او يا پرينښودل شو)چې د ولس هيلې پوره کړي.

هماغه وو چې د امريکا له راتلو سره ډيری ځوانان د ديموکراسۍ تر شعار لاندې هغه څه وکړل چې ډيموکراسي خپله پري لعنت وايي.

د طالب څخه د نفرت په بهانه ديني او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شول او په ټولنه کې د فساد يو نوی سيسټم رامنځته شو خو د وخت په تيريدو ولس ته دا څرګنده شوه چې د ديموکراسۍ اصلي څيره او مدعيان يې د فساد او ګډوډۍ اصلي لاملين دي چې له دې امله ولس د طالب تر عنوان لاندې يو ځل بيا سر راپورته کا ، او مقاومت يې پيل کا، خو بيا هم په هغه اندازه نه وو لکه کوم چې د روسانو په مقابل کې وو چې د دې لاملونه به نور هم وي خو يو لامل يې چې د موضوع سره تړاو لري دا دی چې ولس د روسي مقاومت څخه وروسته هغه څه تر لاسه نه کړل چې دوی طمعه لرله نو د ټولني ځينو وګړيو په اوسني مقاومت کې د ګډون څخه ډډه وکړه، او ولس هم د طالب په واکمنۍ کې پرته له امنيت څخه بله کومه لاسته راوړنه ونه ليدله .

په جګړييز حالت کې شايد ديني او ملي شعارونه د خلکو احساسات راوپاروي خو کله چې دا جګړې ختميږي او وضعيت نور مال حالت ته ګرځي او د جګړې اتلان د هيواد اداره په لاس کې نيسي ، د ولس غوښتنې هم ډېريږي ، او د خپلو مشرانو څخه اقتصادي او ټولنيز تغيير غواړي.

پر نړۍ حاکمو اوضاعو ته په کتو سره اقتصادي پرمختک په هيواد کې په امنيت او د نړۍ سره په ښو اړيکو کې نغښتی.
او په عادي حالت کې يوازي شعارونه په درد نه خوري بلکې د اولس د هوساينې لپاره عملي ګامونه او معقول او پر واقعیتونو ولاړ پلانونه غواړي.

اسلامي ډلې که غواړي چي رښتيا هم دين او هيواد ته خدمت وکړي ، د هيواد د پاره بايد ښه اقتصادي پلانونه ولري او ښه دوامداره اقتصاد بيا په ښه تعليم او ولس ازاد پريښودلو کې دی.

د ازادۍ څخه مقصد دا دی چې حکومت خپله دنده وپيژني او د ولس نظر اظهارولو او نوښتونو په مخ کې خنډ نه شي او هر څه د يوه واضح او معقول قانون په اساس کنټرول شي او حکومت پر ولس د وصايت دعوی ونه کړي.

که نه بيا دې شکايت له ځانه کوي او يا به له هيواد څخه دويمه شمالي کوریا جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وردګ صاحب !

ستاسی له ځینو یادونو سره موافق مګر د ځینو نورو سره توافق نظر نه لرم او هغه دا چه:

فکر کوم دا به ښه وی چه د تبصری په ځآی لیکنه کی څه ولیکم

A saeed

شه او معقوله ليكنه
الله ج
دي اجر دركري
مننه

masoom afghan

داؤد وردګ صاب!ډیره ښه لیکنه ماشاءالله طالب ته چا د موقع په لاس ورنکړه چې خپل دردیدلی اولس اقتصادی ستونزې حل کړی. خلق او پرچم چې ترپخواه ډیر فعاله خلق و. د شوروي ښکیلاک ماتې وروسته سمدستي د دې ګوند خلق چې یو بل بادار پیدا کړي. یورپ ته لاړل په یورپ کې دوﺉ امریکا او دامریکا متحدین یې له ځان سره ملګری جوړ کړل د ترهګرۍ تر نامه لاندې دوﺉ نړیواله ټولنه دې ته وهڅوله چې په افغانستان یرغل وکړي. خلق او پرچم چې د بیارغونې ابادۍ تر نامه لاندې هدف ته ځان ورسوی هم خپل انتقام له ولس… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x