نظــر

طالب؛ ملي مُحسن!

محمد آصف آزاد

د سره خوني ښکېلاک پر خلاف دې ولس بې سارې او تاریخ سازه مبارزه وکړه. د وخت د یوه نړیوال زبر ځواک پر وړاندې یې په خورا کمو امکاناتو، چې د مقابل طرف سره هیڅ د پرتلې نه و، د جګړې ډګر ته را ووتل.

د ټیکنالوژۍ او زور و زر له لحاظه دا کمزوری ولس د هغه نړیوال لښکر په وړاندې د جګړې میدان ته وتلی و؛ چې په وړاندې یې نړۍ کې کوم چا د درېدو جرئت نشو کولای.

خو دې په زور و زر سمبال دښمن د افغان ولس د ګوزارونو تاب را نه وړای شو او بلاخره یې د تسلیمۍ سر ښکته کړ.

او د کورنيو لاسپوڅو هغه نه په شا تلوونکی انقلاب! یې داسې په شا وتمبول شو؛ چې آن په مسکو کې د را تم کېدو نه و.

الحمدلله

خو دا ستره مبارزه او دا ستره کامیابي دومره په اسانۍ او ساده ګۍ هم نه وه لاسته را وړل شوې؛ بلکې د زرګونو ککریو د نذرانه کېدو پایله وه او د بېدرېغه قربانیو او اېثار ثمره وه.

هو، د هېواد د ازادۍ ګټل د سترو قربانیو نتیجه وه.

خو له بده مرغه هغه ارمانونه چې دې مؤمن ولس لرل او د همدغو ارمانونو لپاره د قربانۍ او زارېدنې ډګر ته تللي و؛ د څو خرصو لیډرانو، د څو بدمرغو څېرو، د څو پردیپالو اشخاصو او د څو د واک او قدرت وږیو لخوا له خاورو سره خاورې شول. اوږده ناورین ځپلۍ او دردېدلی ولس یې په نوو ناورینونو او دردونو واړوه.

هغه ستره لاسته راوړنه او ستره خوشالي، چې کلونه کلونه یې ولس په تمه و او د همداسې یوې ورځې لپاره هر ډول قربانۍ ته وړاندې شوی و، خو دغو بدمرغو څېرو هغه څه وکړل؛ چې دا د ویاړ ورځ یې په یوه پېغور او توره ورځ بدله کړه. هر خوا یې وحشت و بربریت، ظلم و وژل او لوټل و ورانول پیل کړل. هېواد پاټکسالارۍ، وحشت سالارۍ او قتل سالارۍ په سر اخیستی و. د ولس مال و ځان د دغو مفسدو ټوپکمارو لاسونو ته غورځېدلی و. د وطن معصومو خویندو عزتونه په خطر کې شول. د وطن د تجزیه غوښتوونکو دښمنانو خپل ارمانونه پوره کېدونکي لیدل.

هو، لوی وطن او لوی ولس له یوه ستر او حتمي د له منځه تلو خطر سره مخ و.

د وطن دې حالاتو له طالب څخه ارام واخیست، نور یې درس و تدریس ته ادامه نشوه ورکولی او د وطن د مستورو او معصومو خویندو د چیغو او کړیکو په اورېدو نور خاموش نشو پاتې کېدلای او بلاخره یې کتاب کت کړ او د حالاتو د بدلون په هوډ را ولاړ شو. په تش لاس، په تش جېب او په یوازې ځان د ټوپکمارو، پاټکسالارو او قاتلانو پر خلاف را پورته شو. هدف او مورام یې سپېڅلی او الهی و، ځکه خو په “توکل محض” را پورته شوی تش لاسی طالب پر وطن خپرو ښامارانو باندې بریالۍ شو. د هغوی په ناولو داړو کې ګیر ولس ته یې نجات ورکړ. زورېدلی او مظلوم ولس یې د هغوی له شر څخه وژغوره. له کلونو کلونو وروسته ولس د ارام ساه واخیسته، خپل ژوند یې بې خطره احساس کړ او بې له وېرې یې شپه سبا کړه.

د وطن د تجزیه غوښتوونکو کورنیو او بهرنیو تورو دښمنانو تور ارمانونه یې خوب و خیال کړل. بهرني دښمن ته یې وښوده چې دلته که د شاه شجاع زامن شته؛ خو د غزنوي، احمد شاه بابا او میرویس نیکه زامن هم ژوندي دي. د طالب دا ستر احسان به ولس هېر کړي؟! نه، هیڅکله هم نه!

له نړۍ سره جګړه!

جګړه مارې نړۍ د مسلمان طالب تر کنترول لاندې مسلمان افغانستان ونشو زغملی. خپل اهداف یې په خطر کې ولیدل. هو، هغه نړۍ چې کلونه کلونه یې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي نظام پر خلاف جګړه کړې وه؛ د یوه اسلامي نظام شتون ورته د زغم نه و. ځکه خو یې د مسلمان افغانستان پر خلاف شیطاني اشر وکړ. طالب یو وار بیا له یوه ستر ازمون سره مخ شو. په زور و زر مغرور دښمن یې د هېواد خپلواکي ګواښي. یو طرف نړیوال شیطاني اشر او بل خوا د اسلام، هېواد، ولس او ازادۍ مسئله ده. طالب یو ځل بیا د سترو ارزښتونو د ساتنې په خاطر له نړۍ سره د جګړې ډګر ته وځي. نړۍ خاندي، نړۍ طالب لېونۍ بولي، نړۍ طالب له ژونده بې پروا بولي او نړۍ طالب د دښمن له زوره ناخبره ګڼي!

دښمن ډېر دی، دښمن زورور دی او دښمن د وخت قوي توپ و ټانګ لري. خو طالب ته له همدې دښمن سره جګړه ور غاړې ده. اړ دی په تش لاس د سمبال دښمن مقابله وکړي. له ژوند سره لوبې وکړي، ځان لولپه کړي، د اور واسکټ په ځان کړي. ځکه د دین او وطن موضوع ور له غاړې ده، د خپلواکۍ موضوع ده، باید یو څه وکړي. هو، طالب همداسې کوي. د قربانۍ او اېثار عجیب و غریب شهکارونه پرېږدي. د خپلو غوښو او هډونو په قېمت د یرغلګر دښمن زور اوبه کوي. طالب ګل ځواني د اور خوراک کوي، زندانونه ډکوي، تر داره او تر استشهاده په هسکه غاړي ځي؛ خو د سپېڅلو ارزښتونو او لوړو اهدافو ته د رسېدو لپاره په همدې ازغنو لارو ګام اخلي…

او بلاخره د دښمن شیطاني اشر ماتیږي، پښې یې شلیږي او بې اختیاره یې له خولې د ماتې اعتراف او چیغې د نړۍ تر غوږونو رسي…

او طالب لا هم هسک دی او دنګ دی. او هماغه مغرور دښمن یې پښتو ته په ور غورځېدو دی…

الحمدلله

طالب هر خطر ته ور غاړې ووت او هرې قربانۍ ته ور وړاندې شو. هر درد و غم یې وزغمه، خو له ولس یې دفاع وکړه، د ولس له ارزښتونو یې دفاع وکړه، د وطن له خپلواکۍ یې دفاع وکړه. هغه د شاعر خبره چې:

طالب زموږ د ټول وطن بلا ته درېدلی

طالب سر په تلي کي اژدها ته درېدلی

طالب ګلابي مخ، نازکې څڼې لولپه کړې

طالب د اېثار داسې انتها ته درېدلی

(ش: فطرت)

هو، طالب ملي محسن دی!

هغه طالب؛ چې دا ولس یې په ځلونو له ډوبېدو وژغوره، او د کورني او بهرني بدمرغه دښمن له خطرناکو لومو یې نجات ورکړ. دا یوازې ادعا نه ده، که د تعصب او حسد له عینکو پرته هر څوک د طالب له اولې تر نن ورځې کردار ته پام وکړي؛ په دې حقیقت به معترف شي. همدا وروستیو کلونو کې یې د دې ولس د دښمن د یوې داسې سترې دسیسې (داعش) مخه شنډه کړه؛ چې ولس به یې هیڅکله احسان هېر نکړي.

حیران یم هغوی ته چې طالب په یو او بل نوم تورنوي. هغوی چې ځانونه افغانان هم بولي، څنګه دغه طالب پردی بولي؟ څنګه طالب د وطن دښن بولي؟ او څنګه طالب د ولس قاتل ګڼي؟ دومره بې انصافي؟!

خو نه! حیرانتیا نه ده په کار!

ځکه؛

دغه کسان چې د دوه سوه ډالرو په خاطر خپله ژبه او قلم د یرغلګر دښمن په واک کې ورکوي، هغوی چې دومره پرېوتي حالت ته لویږي، چې د دوه سوه ډالرو د معاش په بدل کې د وطن د ارزښتونو د ښکنځلو دنده اخلي؛ نو له دومره لوېدلو او پرېوتو کسانو د انصاف تمه کېدلای شي؟! دومره لوېدلی کس خپل محسن پېژندلی شي؟! او دومره بې ارزښته خلک د وطن ارزښتونه پېژني؟!

نو له دغسې خلکو ګیله نه ده په کار.

تاریخ به طالب د ملي مُحسن په نوم ثبتوي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

خامخا به يې ثبتوي.چې لکه لمر ځلیدونکې اسلامې لښکر نه ثبتوي، نو تاریخ يې مه بوله.

الحاج استاذ بیانزی

ازاد صاحب ! ښکلی لیکنه دی لیکلی الله دی اجرونه درکړی مګر کوم عنوان جه مو ورته انتخاب کړی ( طالب؛ ملي مُحسن!) ورسره توافق نه لرم او نه دا د طالبانو اصلی یا اولنی هدف وو او دی. مګر په هغه صورت کی چه ستاسی هدف له (( ملی )) څخه (( امت )) وی بیا سمه ده . طالبانو ته تر خپلواکی هم دمخه الهی شریعت الوتی لری، ملتونه د استعماری قدرتو په واسطه رامنځته شوی هیوادونه اوایلو کی هیوادونه نه وو . هیوادونه د استثمار او استعمار محصول دی جوړیږی ، ورانیږی کوچنی کیږی او لویږی او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x