افغانستان

حکومتي چارواکو لسګونه داعشیان له طالبانو وژغورل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لړم، ۱۳۹۸ل):  راپورونه وایي د ننګرهار ځایي چارواکو هغه داعشیان له طالبانو ژغورلي او پناه یې ورکړې چې د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته د تیښتې په حال کې وو. له تیرو څو میاشتو راهیسې طالبانو د ننګرهار په جنوبي غرنیو سیمو کې د  داعش په خلاف عملیات پيل کړي دي، په دې عملیاتو کې د داعش مهم مراکز، لکه د وزیرو تنګی، توره بوړه، بندر، وډیسار او ډیرې نورې سیمې له داعشیانو نیول شوي دي. له طالبانو سره په دې عملیاتو کې ځایي ولسي خلک هم همکار دي، په دې وروستیو ورځو کې ځایي رسنۍ پرلپسې راپورونه ورکوي چې د داعش جنګیالي د ننګرهار د ملي امنیت چارواکو ته تسلیمیږي. څو ورځې وړاندې د یوه ایراني په شمول څلور تنه افغان داعشیان له حکومت سره یو ځای شول.

همدا نن رسنیو خبر ورکړ چې ۷۲ تنه نور داعشیان هم له حکومت عسکرو سره یوځای شوی دی، په هغه مراسمو کې چې دغه داعشیان په کې رسنیو ته وښودل شول، د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دې ولایت د ملي امنیت له رئیس څخه مننه وکړه چې له داعشیانو سره د ځانګړې رابطې په توسط یې دغه خلک جلال اباد ته را رسولي دي.

د یادونې وړ  ده چې تیر کال د جوزجان په درزاب کې هم حکومتي عسکرو هغه داعشیان په چورلکو کې خلاص کړل چې د طالبانو لخوا کلابند شوي وو.  دا چې حکومتي چارواکي همیشه په سخت حالت کې داعشیانو ته پناه ورکوي، دغسې پیښې هغه شکونه په یقین بدلوي چې داعش د حکومتي چارواکو لخوا پالل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

له شکه وتلی یعنی په یقین بدله شوی چه داعشیان او حزبیان افغانی بلیک واتړ دی د اردو، پولیسو، امنیتی ، پولیسی ، اربکی ملیشی ، خیزشی او داسی نورو ملیشو په شان یو شوپه نظامی ځواک دی چه د طالب محاهدینو په ضد جنګیږی د کابل د غلامانو له خوا استخدام، روزنه ، تمویل ، تجهیز او قومانده ورکول کیږی د دوی سره په یونیفوم او بیرغ کی توپیر لری

عبدالله

طالب او حکومت دواره غلامان دی.
طالب ته دا جنگ مصرف او لار شونه سوک کوی؟ د حکومت مصرف او تمویل کوونکی معلوم دی. داعش د امریکی پروژه ده، د سعودی پیسی دی او تطبیق یی زموژ ساحه کی د پاکستان کار دی.

سیدزرغون شاه آغا

دغه تسلیم سوی داعشان باید ټول اعدام سی. اود هسکی مینی د شهیدانوانتقام ځنی واخستل سی.

شاه

مسلمیار دی داعش قومانده په لاس کی لری تر هغه چی مسلمیار په مشرانو جرگه او دی حکومت پلویی ورسره وی داعش به نور هم ظهور وکی

Adam Khan

After bombing the mosque in Jaw Dara and killing more than 100 innocent Shinwari children, it is time to protect Daish from the anger of Shinwaries and send them to the safe heavens

Why not, KAKA Ghani can do it one or another way

جلال

الحمدلله چی د شیطانان خپل اصلی چهره شودلو ته مجبوریژی او مرداران بیرته خپل مرداری سره یوزای کیژی چی باذن الله تعالی ژر تر ژره دا مرکزی کثافات هم ورک شي. الله اکبر

اجمل

کچیری کار او روزګار وی پدی ساحه کی، امن وی بیا نو دغو داعشیانو او طالبانو ته ضرورت نشته. دوی دواړه د خپل د ژوند د معشیت په خاطر د نیابتی جګړی لیکو ته دانګلی او لدی لاری ځانونه او کورنی چلوی.

جميل

اجمل خانه !
اړينه نده چی هرومرو بايد تبصره وليکو .
داعشيان خو په لسهاوو او سلهاوو شواهدو سره امريکايی پروژه وختله .
طالبان کرام خپل شخصی مال هم په جهاد کی مصرفوی ، معاش او نور لپ و جپ هم نلری ، کنی مشرانو به يی ستاسو غلامانو غوندی بنګلی ، جايدادونه ، بانکی حسابونه ، رنګارنګ موټران ،…..، او مفشنه نمايشی ژوند به يی درلودلای .
مجاهد د فقر او غريبی د ليری کولو او د جيب خرڅ لپاره قتال نکوی ، د هغه مبارک اهداف د مال تر ګټلو ډير لوړ دی .

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x