د سیکولرانو ستره اشتباه او ستره ستونزه

دکتور عمر عماد

سیکولریزم چې دسیاست او دنیوي چارو څخه د دین ګوښه کولو ته وایي اول ځل یې په غربي ټولنو کې سر راپورته کړ ، او د فرانسې د انقلاب نه وروسته عملا پر اروپا حاکم شو ، او بیا  كرار كرار اسلامي امت ته هم د استعمار او د هغوی د لاسپوڅو په زور ، او د استشراق په اغيزې راوغځیده .

د اروپا اوسنی نهضت او پرمختیا په حقیقت کې هلته د صنعتي انقلاب زیږنده ده خو څرنګه چې صنعتي انقلاب او د فرانسې انقلاب سره نیژدي وو ، نو د دین دښمنانو عوامو ته دا ذهنیت ورکړ چې ګویا د اروپا پرمختګ د سیکولریزم او دین ګوښه کولو زیږنده دی ، او زمونږ سیکولرانو هم همداسې وانګیرله او غږ یې پورته کړ چې د پرمختګ یوازینۍ لار د اروپا په پله پل کیښودل دي،  یعني د دین اوسیاست جلا کول ، او د خلکو په ژوند کې د دین د اغیزې څخه راوتل ، او دین یوازې په جومات او عباداتو کې راغوټه کول دي .

خو دوی په ستره اشتباه کې لویدلي دي ، ځکه چې دوی په دې نه پوهیږي چې نه اسلام مسیحیت دی او نه هم اسلامي نړۍ غرب او اوروپا ده .

د مسیحیت عقیده خورا پیچلې ، متناقضه او د عقلي بدیهیت سره په ټکر کې ده – چې دلته یې د روښانه کولو ځای نه دی .

خو اسلامي عقیده خورا رڼه ، روښانه ، ساده او د هر ډول ابهام څخه خالي ده چې د سورة اخلاص په څلورو آیاتونو کې خلاصه شوې ده .

په اسلام کې نه د مسیحیت په شان د کلیسا لخوا د عقیدو د تفتیش محکمې شته چې پوهان د کومې علمي نظریې په تور د کوپرنیک او ګالیلي په شان محاکمه او توبه ګار او یا د ګردانو برونو په شان وسوځوي او ایرې یې په هوا کې وشیندي ، او نه پکې د قسیسانو او پادریانو په شان کومه دیني  دنده شته چې په خلکو فکري راج وچلوي ، د هغوی توبې قبولې ، ګناهان یې معاف او د جنت ټکټ ورته ورکړي .

او نه هم اسلام د مسیحیت په شان بې قانونه دین دی ، بلکې هغه د ژوند بشپړ نظام دی چې لا تر اوسه او د قیامت تر ورځې پورې د نړۍ د پر مختللو قوانینو سره سیالي کوي.

نو دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده  چې غربیان دې د پادریانو په لاس جوړ شوي دین ته شا کړي، بلکې حیرانتیا په دې کې ده چې لا تر اوسه پورې لا هم لارویان لري .

خو زموږ د بړیڅو ( سیکولرانو ) ع‍ذر څه دی چې وایي اسلامی شریعت باید تر پښو لاندې شي؟

همدا راز غربي ټولنې د مسلمانو ټولنو سره پراخ او ژور ثقافتي، اخلاقي توپیرونه او مختلف ارزښتونه لري ، چې ځینې یې زموږ په اند ښه او مثبت او ځینی یې بد او منفي دي . د بیلګې په توکه : هلته د انجلۍ پیغلتوب ( بکارت ) شرم ګڼل کیږي ، او هغې انجلۍ ته پیغور ورکول کیږي چې لونډ ( ملګری ) ونه لري . هلته د زوی سره د زوړ مور او پلار مزدوري نه شرم او نه بې مروتي ګڼل کیږي. هلته چارواکي – په ټوله کې – د خپل ولس درناوی کوي او غږ یې اوري ، خو دلته بیا هماغه سیکولر چارواکي ولس ته د هغو ساده ګانو خیال کوي چې باید همیشه یې د غولولو هڅه وکړي ، او که ونه غولیږي نو زور او زر خو شته چې نیوک ګرې خولې پرې وتړې .

نو اوس موږ د سیکولرانو څخه پوښتنه کوو چې : ولې غواړئ چې د اروپا د ړوند تقلید په پایله کې د هغوی ټول منفي ټکي دلته را نقل کړئ ؟!

کاش چې تاسې یې په هغو مثبتو اړخونو کې هم لږ تقلید کړی وای . او که جدلا ومنو چې تاسې د غربي ټولونو څخه مثبت اړخونه هم اخلئ ،نو هغه درته ولې د غرب پالنې په بنیاد ارزښت لري ؟ موږ وار وار دا پوښتنه کړې ده چې د غرب د پرمختګ کوم رښتیني رازونه او لاملونه دي چې هغه په رښتیني اسلام کې نشته ؟

که هغه ټول په اسلام کې شته ، نو بیا یې ولې د اسلام په نوم نه منئ ؟ ولې یې یوازې غرب ته منسوبوئ ؟

موږ یو ځل بیا له سیکولرانو پوښتنه کوو چې په اسلام کې کومه نیمګړتیا ده چې تاسې یې د غرب تقلید ته اړ کړي یاست ؟!

ولې اسلام په مسیحیت قیاسوئ ؟ ولې د اسلامي او غربي ټولنو تر مینځ د لمر نه روښانه ټولنیز او فرهنګي توپیرونه درته نه ښکاري او غواړئ چې  غربي فارموله او نسخه ( سیکولریزم) دلته هم تطبیق کړئ ؟!

کیدای شي چې ددې پوښتنې ځواب د لیکنې په لاندې برخه کې نغښتی وي،  چې هغه عبارت دی د : د سیکولرانو د فکري ستونزې څخه .

حقیقت دا دی چې هغوی اصلا د اسلامي ټولنې د جوړیدو او په هغې کې د اسلامي شریعت د پلي کیدو تصور نه شي کولای ، بلکې هغوی موجوده ټولنو ته ګوري نو ځکه په هغې باندې د اسلامي شریعت تطبیقول هم ورته ستونزمن ښکاري ، نو وایي چې اسلامي شریعت اوس د تطبیق صلاحیت نه لري ( والعیا‌ذ بالله !) ، نو غوره دا ده چې تدین د هر چا فردي عمل وګڼل شي ، او په ټولنیزو چارو کې هیڅ مداخله ونه کړي،او نه څوک د حرام او حلال په نوم د یو شي نه منع او بل ته وهڅول شي ، بلکې دین باید یوازې په عباداتو کې منحصر شي ، هغه هم د هر چا خوښه چې کوي یې او که نه .

هغوی داسې انګیري چې ګویا د اسلامی شریعت تطبیق یعني هره ورځ لاسونه پرې کول ، او خلک په درو وهل او رجم کول دي.

دشریعت تطبیق یعني د اقتصاد په ټپه درېدل ځکه چې سودي بانکونه د اقتصاد شریان دی ، او سود په اسلام کې نشته .

هره ورځ به د ښځو مظاهرې وې او وایې به چې زموږ میراث او زموږ  ګواهي باید د نارینه وو سره برابره وي .

او… هره ورځ به داسې او هسې ناخوالې وي .

خو دهغوی دې ته پام نه دی چې دا ټول د اوسنۍ فاسدې معاشرې پدیدې دي ، او کله چې ټولنه د شریعت په بشپړ تطبیق اصلاح شي بیا به د دې ناوړه مظاهرو څرک هم نه لیدل کیږي ، او دا کوم خیال او محال نه دی ، بلکې کلونه کلونه راهیسې په ځینو هیوادونو کې د شرعي حدودو د تطبیق له برکته د جرائمو کچه د نورو ټولنو په پرتله تقریبا د نیشت سره برابره وه ، اودا تجربه څو کاله وړاندې په افغانستان کې هم شوې ده .

لنډه یې دا چې اسلامی شریعت په کامله توګه په صالحو اسلامی ټولنو کې د اسلام ته رښتینو ژمنو چارواکو په لاس د تطبیقیدلو وړ دی ، او هغه څه چې سیکولرانو ته ستونزه ښکاري هغه د هغوی وهم دی چې سرچینه یې په اسلامي شریعت نه پوهېدل دي.

البته دا په هغه صورت کې چې دا ومنو چې سیکولران په خپل دې اند کې رښتیني دی چې د اسلامي شریعت تطبیق په اوسنۍ زمانه کې ستونزمن دی ، خو که هغه د خلکو په خبره هسې شف شف کوي ، او په زړونو او نیتونو او فکرونو کې یې نور هغه څه وي چې په خوله یې د ځینو ټولنیزو نزاکتونو او ملحوظاتو له کبله  نه شي ښکاره کولای  هغه بیا بېله خبره ده .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

عماد د اسلامی امارت د نورو او نورو سره توپیرونهصاحب ، دیره مننه، د سکولریزم په اړه مو حقایق وړاندی کړی ، زه به هم څه ورسره زیات کړم: لمړی: قبلی یا اولنی یهودیت او عیسویت د اسلام عمده برخی وی د اوسنی یا اخری اسلام په راتګ د هغه وخت د دینی اساساتو په ځآی د اسلام ( د نوو اساساتو) پیروی او اطاعت شوی وی الهی ادیان قومونه نه دی د یو بل سره د ځنځیر د کړیو په شان یو ځنځیر تشکیلوی چه هره کړی یی د خبل وخت د شرایطو او خلکو له مخی د تطبیق… نور لوستل »