ورزش

افغانستان د ویسټ انډيز پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ویسټ انډيز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

لکه څرنګه چې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې د شپږیزه لیګ سیالۍ ترسره شوې، نو د افغانستان کرېکټ غوراوي کمیټې په وینا دغه لیګ کې د لوبغاړو کارکردګۍ ته په کتلو یې ملي لوبډله انتخاب کړې ده چې مشري یې د راشد خان پر غاړه ده.

د ویسټ انډيز پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله په لاندې ډول ده:

راشد خان «لوبډلمشر»، اصغر افغان، محمد نبي، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، جاوید احمدي. افسر ځاځی، ګلبدین نائب، نجیب الله ځدان، کریم جنت، شرف الدین اشرف، ابراهیم ځدران، یمین احمدزی، نوین الحق، اکرام علیخیل او مجیب الرحمن ځدران شامل دي.

په دغه لوبډله کې ځینې داسې لوبغاړي هم شامل شوي چې په شپږیزه لیګ کې یې کارکردګي د پام وړ نه وه، خو بیا هم د ځینو غوره لوبغاړو پرځای انتخاب شوي دي.

په شپږیزه لیګ کې نور علي ځدران تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و چې له ۷۰ پورته اوسط یې درلود خو په لوبډله کې نه دی ځای نه دی ورکړل شوی. په یادو لوبډلو کې حشمت شهیدي ته هم ځای نه دی ورکړل شوی.

د شل اوریز سیالیو لپاره لوبډله په لاندې ډول ده:

راشد خان «لوبډلمشر» اصغر افغان، محمد نبي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمان الله ګربز، ګلبدین نائب، نجیب ځدران، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فرید احمد ملک، یمین احمدزی، نوین الحق، سید شیرزاد او مجیب ځدران شامل دي.

د ویسټ انډيز پر وړاندې به د افغانستان په کوربه توب د هند په لکنو ښار ایکانا نوي لوبغالي کې لومړی یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شي، دغه لوبې به د نومبر میاشتې له شپږمې نیټې پېل او په ۱۱مې نیټې پای ته ورسیږي.

همدغه راز د شل اوریزو لوبې به د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل او د همدغې میاشتې تر ۱۷مې نیټې به دوام وکړي، خو د ټيسټ سیالۍ لپاره کرېکټ بورډ لوبډله نه ده اعلان کړې کوم چې به له ۲۷مې نیټې تر دیسمبر لومړی پورې دوام وکړي.

د یادونې وړ ده چې ویسټ انډيز لوبډلې د کرن پولارډ په مشرۍ اوونۍ وړاندې لوبډله اعلان کړې ده، دوی به د افغانستان پخواني مشر روزونکي فیل سیمنز تر روزنمشرۍ سیالۍ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x