روغتیا

اردوګان ولې ترکانو ته د بریښنایي سګریټو پرځای د چای څښلو سپارښتنه وکړه؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لړم، ۱۳۹۸ل): څه موده وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان د خبرو پرمهال ترکانو ته سپارښتنه وکړه چې د بريښنایي سګریټو څکولو پرځای دې چای څښل غوره کړي.

اوردوګان چې د سګریټ څکلو پر ضد کانفرانس کې وینا کوله په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې هیڅکله به د بريښنایي سګریټو شرکتونو ته اجازه ورنکړي څو په ترکیه کې تولیدات وکړي، نوموړي د سوداګریز وزیر ته امر کړی چې دغو شرکتونو ته هیڅکله اجازه ورنکړي.

اوردوګان ددغې شرکتونو په اړه وویل چې دوی د خلکو په مسموولو ځانونه بډایه او سرمایه دار کوي، «دوی غواړي په ترکیه کې ګټه وکړي، ورشئ دغه ګټه بل ځای وکړئ، دا د ترکانو لپاره هم مالي او هم ځاني زیان اړوي».

نوموړي ترکانو ته د خبرو پرمهال زیاته کړه، راځئ په ګډه بریښنایي سګریټ پریږدو او د «ریزي» چای څښل پېل کړو، «زه ډير وړاندیزونه نه کوم، خو د هېواد رئیس په توګه وایم چې دغه سګریټ حرام دي». د ریزي چای په مسقط کې تولید کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په ترکیه کې تر ۲۰۱۰م کال پورې ۳۱سلنه وګړو چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ پورته وو د بریښنایي سګریټو استعمال کاوه خو تر ۲۰۱۶م کال پورې دغه سلنه له ۳۱ څخه ۲۷سلنه ته راښکته شوې، چې د شرکتونو په بندیز به یې په راتلونکو څو کلونو کې نوره هم سلنه راښکته شي.

که څه هم عام سګریټ څکول ترکیه کې په قانوني ډول منع نه دي خو د بريښنایي سګریټو پېر او پلور او ددې څښل په قانون کې منع ګڼل شوي، ددې سربېره هم، هغه وګړي چې پرې اخته دي د انترنیت له لارې دغه سګرټ اخلي.

یوازې ترکیه نه ده چې په بریښنایي سګریټو یې بندیزونه لګولي دي، بلکې د استرالیا، برازیل، هندوستان، جاپان او ځینو نورو هېوادونو په خپلو بازارونو کې د بریښنایي سګریټ په پېر او پلور بندیزونه لګولي دي.

د بریښنایي سګریټو زیانونه:

بریښنایي سګریټ په دې فکر رامنځته شول چې د نورو سګریټو بدیل دی او د هغې په څېر بدن ته زیان نه رسوي، خو په دې کې داسې مواد کارول کیږي چې د روغتیا لپاره زهر ثابتیږي.

دغه سګریټ د بیترۍ په وسیله کارول کیږي، په دې کې د نیکوټین داسې مایع مواد کارول شوي چې له کېکاږلو سره د څښونکي خولې ته لوګي ورکوي، او عینا د واقعي سګريټو په څېر په سر کې د اور په څېر رڼا هم کوي.

دغه سګریټ زیاته کچه نیکوټین لري، او نیکوټین اعتیاد زیږونکې ماده ده چې پریښودل یې اسانه نه دي، د څکلو پرمهال د زړه ناروغانو لپاره سخت زیان اړوي، خو د پریښودلو پرمهال هم انسان د ستړیا، خپګان او سټریس سره مخ کوي، سربېره حامله ښځو ته تر بل هر چا زیات زیان رسوي چې په رحم دننه جنین ته تاوان پېښوي.

ددغه سګریټ څکل کولای شي تاسې په واقعې سګریټو اخته کړي، که څه هم کره څرګنده نه ده خو ویل کیږي چې د واقعې سګریټو پرځای د بریښنایي سګریټو زیانونه کم ګڼل شوي.

راپورونه وایي چې د بریښنایي سګریټو له کبله ګڼ شمېر پېښې رامنځته شوي او په سلګونو وګړو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په ۲۰۰۹م کال کې په امریکا کې ددې سګریټو بیترۍ چاودیدلو له کبله د ۱۳۴ اور لګېدنو او چاودنو ارقام ثبت شوي دي.

له دې ورهاخوا بریښنایي سګریټ د مسمومیت لامل ګرځي، د تنفسي او آن د سرطان ناروغیو سبب ګرځېدلای شي، د زړه والونو ته هم زیان رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x