افغانستان

 جلال اباد کې سرتېري بریدګر د صفر۲ قطعې يوولس عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لړم، ۱۳۹۸ل):  نن له ماسپښين وروسته د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د طالبانو په يوه موټربم برید کې د صفر۲ قطعې يوولس عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، دا بريد د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې بېز اکمالاتي سيمه کې شوی دی.

طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی او وايي، چې د نياز محمد پکتياوال په نوم يوه سرتېري بریدګر د صفر۲ قطعې پر کاروان برید کړی، چې له امله يې د يادې قطعې يوولس عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

د ننګرهار حوزوي روغتون ډاکټران وايي، په پېښه کې ځينې ملکيان هم ټپيان شوي وو، چې تر وړومبۍ درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په دې هيله چې د طالبانو کرامو په ضرب سره دغه وحشي ځناور په صفر کې ضرب کړل شي.

اجمل

غوربندیه: ته او بیانزی جمع مجاهد او دوه نور، ولی خلک جنګ ته تشویق کوی. ممکن تاسی به په یو آرامه او امنه ځای کی ژوند کوی خو ځینی بیچاره بیا ستاسو په خبرو نور هم جنګ ته تشویق کیږی. یوه د خیر خبره، د سولی خبره، د وروګلوی او د افغانیت خبره وکړی. زه بیا وایم ای کاش چی دا افغان مسلمانه اردو له طالبانو سره یو ځای شی او د افغان له لاسه تللی خاوره شرقآ او غربآ بیرته تر لاسه کړی او پدی ساحه کی یو قوی اسلامی او پر مختللی حکومت جوړ کړی. خو تاسی یی… نور لوستل »

اجمل

داسی او خدای مو چی پدی پاڼه کی بیغره له وژلو نور څه شته؟ یو مطلب د سولی، د ورورګلوی، او د پښتونولی هم کله کله پکی راوړي کنه. بله خبره: د تبصره کونکو شمیر ولی کم شوی، دا ځکه چی د سولی خبری پدی پاڼه کی نشته جنګ، جګړی او د وژلو خبرونو سره نوره د خلکو علاقه کمه شوې. ګوری چی صرف بیانزی دی چی ادتی پرتی وایی.

عبدالله

اجمل صاحب، نن تکی اسیا د ای اس ای لخوا تمویلیزی مستقیم غیر مستقیم، دویردا کله زغملی شی چی ووایی چی د هند دوه لکه تنه غنم افغانستان ته ورسیدل، یا د کنر د سیند باندی د بند جورولو سروی پشپره شول، یا ووایی چی روان کال د کانکور د گدونوالو شمیر دری لکه وو، یا وایی چی افغانستان ۲۰۰۱ کی تقریبا ۸ پوهنتونه وه اوس تقریبا ۱۳۶ پوهنتونه دی لس زره محصلین یوازی هند کی دی، یا ووایی چی دانرژی وزارت پر ۱۷ بندو سروی شروع کریده. د مکاتبو، سرکونو، فابریکو، کلینکونو، مساجدو، مدرسو، پلونو او پلچکونو جورولو خبر… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x