
يو روسي عسکر خپل اته ملګري وژلي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د روسيې چارواکي وايي چې په دغه هيواد کې یو عسکر د دوو افسرانو په ګډون خپل اته ملګري په ډزو وژلي دي.
راپورونه وايي چې نن د جمعې په ورځ ناوخته ددې هيواد په ختيځ کې د ټرانسبايکال سيمی په ګورني کلي کې دغه پيښه رامنځته شوې ده.
د روسيې د دفاع وزارت وايي چې دا پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې عسکر د يو نظامي مرکز د پيرې لپاره سره بدليدل.
بريدګر عسکر د نورو عسکرو له لوري نیول شوی دی او اوس مهال په توقيف خونه کې ده او ويل کيږي چې ښايي ياد عسکر رواني ناروغي ولري.
د روسيې د دفاع وزارت د ياد عسکر نوم او نور معلومات نه دي خپاره کړي خو دفاع وزارت مرستيال اندري کارتاپولوف په مشرۍ يو پلاوی سيمې ته د پلټنې لپاره تللی دی.