
مـــــديـنه مـــــديـنه او ديــد ن د روضې
رحمت الله شهاب شاجويي
مـــــديـنه مـــــديـنه او ديــد ن د روضې
تــوري سـترګي ديار په کي نه ښــکاريدې
د جـانان پر قــدم باندي ګـــرځي هردم
پـــر لار ګوري بـــلال يي د پـلو نـــښانې
رحــــمة للعالـــمين تــه امــين وي امــين
سـتا د ياد زمــرمې پر زړه ښــه لـګـيدې
ستا ښـکلا له ښـکلا په ښائست کي اعـلى
خامـوشي خامـوشي مړي وي بلي ډيــوې
اخ ستومان مجاهـــد د اصـحابـــو قـائد
د جـــهاد قافلي په جــرئت په مخ تلې
د جګ غــره په لمن کـي عاشق د ديـدن
له تا وروسته راځي هـا اُوٙيـْسي قـرني
پرتـــا درود او سـلام تــه يي خـير الانـام
ستا په ياد ښائـــسته د شــــهاب تــرانـي