ټکنالوژي

سامسنګ وایي په «ایس ۱۰» مبایل کې یې د فنګر پرنټ ستونزه حل کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لړم، ۱۳۹۸ل): سامسنګ شرکت اعلان کړی چې په ګلیکسي ایس ۱۰ مبایل کې یې د فنګر پرنټ یا ګوتې کولپ رامنځته شوې ستونزه حل کړې ده.

د سویلي کوریا شرکت سامسنګ نوي مبایل «ګلیکسي ایس ۱۰» کې تېره اوونۍ د فنګر پرنټ ستونزه رامنځته شوې وه چې د کوډ ورکوونکي پرځای دویم کس هم کولای شول دغه مبایل د فنګر پرنټ له لارې پرانیزي.

سامسنګ خپلو کاروونکو ته خبر ورکړی و تر څو ددوی لخوا دغه ستونزه نه وي حل شوي باید د فنګر پرنټ له استعمال څخه ډډه وکړي.

اوس دغې شرکت اعلان کړی چې دوی په سافټ ویر اپډيټ یا اوسمهالولو سره دغه ستونزه حل کړې او کاروونکي کولای شي خپل لګول شوی فنګر پرنټ په بریالۍ او ډاډمنه توګه استعمال کړي.

د یادونې وړ ده چې دوه اوونۍ وړاندې یوې برتانوۍ میرمنې سامسنګ شرکت ته شکایت کړی و چې د مبایل فنګر پرنټ یې د دویم کس په لاس هم پرانیستل کیږي.

سامسنګ خپله ستونزه منلې وه او ویلي یې وو چې ډير ژر به ددغې ستونزې د حل لپاره نوی اپډيټ وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x