نړۍ

عراق کې له تاوتريخوالي ډکو مظاهرو پر مهال لسګونه کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): عراق کې د حکومت مخالفو مظاهرو پر مهال د تاوتريخوالي له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د رپوټونو له مخې د عراق پلازمېنې بغداد کې د دوو امنيتي ځواکونو له لوري پر مظاهره چيانو د اوښکو بهوونکي ګاز او ربړي مرميو ورولو له امله پارېدلو لاريونوالو پر حکومتي دفترونو او ادارو هجوم ور وړ، دغه مهال د پوليسو له لوري پر خلکو ناتاره ډزې پيل شوې، چې له امله يې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

له نږدې يوې مياشتې راهيسې د پلازمېنې بغداد سربېره په ټول عراق کې د بې کارۍ، ولسي خدمتونو د کمزوري او حکومتي ادارو کې د فساد پر ضد پراخ لاريونونه روان دي.

«اې ايف پي» خبري اژانس لیکلي، په ټول عراق کې د تازه لاريونونو له امله نږدې نږدې دوه زره کسان ټپيان شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان اکتوبر په پيل کې په ټول هېواد کې پراخ لاريونونه پيل شوي وو، خو حکومتي ځواکونو د مظاهرينو پر ضد سخت تشدد وکړ او نږدې ۲۵۰ مظاهره چيان يې وژل، همدارنګه زرګونه يې ټپيان کړي وو.

د عراق دولتي رپوټ کې راغلي، چې حکومتي ځواکونو د مظاهره چيانو پر ضد له اندازې زيات تشدد کړی دی. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ټولنو او د عراق مذهبي ډلو له حکومته په ټينګه غوښتي، چې د مظاهره چيانو پر ضد تاوتريخوالی بند کړي.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدي پر مظاهره چيانو غږ کړی، چې ټولې غوښتنې به يې ومنل شي، خو بايد له تشدده لاس واخلي.

لومړي وزير د مظاهرو د مخنيوي لپاره په کابينه کې هم بدلون راوستی او ولس ته يې په تلويزوني ويناوو کې د يو شمېر اساسي بدلونونو او اصلاحاتو ژمنې هم ورکړي، خو وايي، دا هر څه په يوه ورځ کې نه کيږي او دا اصلاحاتو دا لړۍ وخت ته اړتيا لري.

خو لاريونوال د حکومت نسکورول غواړي او تېره ورځ هم د امنيتي ځواکونو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ وډب کې څلويښت لاريونوال وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

عراق هم اشغال شوی هیواد دی، سره ددی چه د اشغالګرو په یونیفورم کی ځواګونه تر ډیره کچی وتلی مګر د عراق استخباراتی دستګاه کی اشغلګر ( امریکایان او انګریزان ) د عراق ټول واک په لاس کی لری د زمکی لاندی او باندی زیرمی لوټ او مظلوم اولس استثماروی او د کابل د غلامی اداری د غلامانو په شان د ګوتو په شمار یی مخکی له مخکی بیلونر کړی هغوی ملی مافیه ده د بین المللی مافیه سره په ګډه د عراق زیرمی لوت او مشلوم اولس یی استثماروی. مګر د هری شپی پسی ورځ راروانه وی مګر الله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x