افغانستان

د مسکو په ناسته کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په بیا پیل ټينګار شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ «جمعه» د روسیې په پلازمېنه «مسکو» کې د افغان سولې په تړاو په رابلل شوې څلور اړخیزه ناسته کې د افغانستان په اوسني سیاسي وضعیت بحث شوی او تر څنګ یې ټينګار شوی، چې د طالبانو او امریکا مذاکرات دې بیا ځلې پیل شي او ټول هیوادونه دې له دې مذاکراتو ملاتړ وکړي.

یاده ناسته چې په مسکو کې د چین، امریکا، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو پکې ګډون درلود د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده، د یادې ناستې په پای کې په خپاره شوي پریکړه لیک کې راغلي، چې سوله د افغانستان د خلګو له لومړنیو اړتیاوو څخه ده او باید په تړاو یې هڅې وشي؛ تر څو له نظامي لارو د افغانستان نه حل کېدونکی کړکېچ له یوې سیاسي لارې حل ته ورسېږي.

په پریکړه لیک کې ددې تر څنګ ټینګار شوی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ دې درېدلي خبرې بیا پیل شي او ټول هیوادونه دې د افغان حکومت او طالبانو په ګډون له مختلفو سیاسي جهتونو سره لاس یو کړي او دسولې په هڅو کې يې مرسته وکړي.

څلورو واړو هیوادونو د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د بین الافغاني مذاکراتو په دوران کې دې اوربند وکړي او د ښه نیت په موخه دې د یو بل زندانیان ازاد کړي.

ددې ترڅنګ د غونډې ګډونوالو هیوادونو ټینګار کړی، چې د سولې په پریکړه لیک کې باید یقیني شي، چې افغان خاوره به د داعش، القاعدې او نورو نړیوالو «ترهګرو» ډلو په واک کې نه ورکول کېږي او په افغان خاروه باندې به له نشه يي توکو سره مبارزه کېږي.

چین، روسیې، پاکستان او امریکا په ټولو هغو هیوادونو چې د افغان سولې پروسې په تړاو اندېښنې لري؛ غږ کړی، چې د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x